خبرگزاری افغان ایرکا | Afghan Irca News Agency
تاریخ انتشار: 1389/12/06 0:0کد خبر: 4182

اسلامی اتحاد، له اسلام ضد بهیرونو سره د مبارزې لاره

اسلامی اتحاد، له اسلام ضد بهیرونو سره د مبارزې لاره  - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 6 دقیقه

د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی صلی ا... علیه وآله وسلم د نیکمرغه زوکړې د کلیزې شپې ورځې دی دپیغمبر اکرم د زوکړې د ورځې په باب په دوه روایتونه دی ډیری اهل سنت وروڼه باوری دی چې د اسلام ګران پیغمبرد 570 قمری کال چې په عام الفیل هم مشهور دی،دلومړۍ خوریا ربیع الاول په دولسمه نړۍ ته سترګې رڼې کړی دی . یوهغه جدی تاوان چې په تیروڅوپیړیوکې ئې تل اسلامی ټولنه ګواښلې ده،دبیلابیلواسلامی فرقوترمینځ اختلافات او د اسلام د دښمنانوپه وسیله دغواختلافاتوته لمن وهل دی.داپه داسې حال کې دئ چې داسلامی فرقوترمینځ مشترکات دهغوی ترمینځ له اختلافاتوډیردی.داسلامی انقلاب ارواښآد لارښودحضرت امام خمینی په ښه توګه دغه ګواښ درک کړ او ددغه نظآم له هماغه پیله ئې مسلمانان اتحاداوداختلافاتوختمولو ته وبلل .دوحدت داونۍ نومول هم په همدغې موخې سره شوی دی .چې وښودل شی مسلمانان په ځینوتاریخی اوفقهی مسئلوکې له اختلاف سره سره یوواحد امت دی .کابودرې لسیزې ددغې نومونې تیریږی او نن سبا اسلامی نړۍله تیروخته زیات له ګواښونوسره دمقابلې لپآره وحدت اودنظریووالی ته اړتیا لری .د اسلام د دښمنانو دسیسې لا زیاتې پیچلی شوی دی او دغه پیچلتیاوې ددغودسیسودشنډولو لپاره اسلامی ټولنه ډیرې هوښیارۍاو ځیرتیاته بولی.په دغوکې یوه دسیسه چې لویدځی حکومتونوراولاړه کړې ده ،له اسلام سره دمقابلې بهیر دی . په لودیځ کې داسلام په خلاف د تبلیغاتو یوه موخه له اسلامه دکرې د لودیځې ټاټوبی ویرول دی .په دغه ډول تبلیغاتوکې دفلم،کتاب،مطبوعاتو اوانټرنیټ په څیر له ډول ډول اوزارونوڅخه په استفادې سره داسلام یو خطرناک تصویرپکې انځوریږی . ورپسې عمومی افکارو ته القاء کیږی چې اسلام دپراختیااوپرمختګ په حال کې دی او ډیر زر به ټوله اروپا اوامریکا راګیره کړی .دوی داسلام د تاؤتریخجن او له بشری حقوقوسره دمخالفت په څیرپه تهمتونوسره هڅه کوی دلودیځ خلک داسلام له پرمختګه ویروی . خوددغو ټولوهڅوپه اپوټه حقیقت دادی چې په لویدځ کې زیاتره کسانو اسلام ته ګروهنه پیداکړې ده .دوی اسلام ته دخپلې ګروهنې دلیل ددغه دین منطقی اومخ په وړاندې تعلیمات او ارزښتونه ګڼی .اوس خومسلمانان چې زیاتره باسواده اودلودیځ روڼ اندی دی ،پخپل اختیاراودلچسپۍ سره او د پراخومطالعاتوله یوې لړۍ وروسته ئې اسلام غوره کړی دی .له یوې خوا د مسلمانانو د نفوسو زیاتیدا او اسلام ته د لودیځ د خلکومخه کول او دغه راز په اروپائی هیوادونو کې دآبادۍ د ودې کمیدادلودیځ په سرغنوکې دژورې اندیښنې احساس رامینځته کړی دی . دغه مسئله داسلام ضد بهیرونودزیاتولو لپاره لودیځی حکومتونوته زیاته انګیزه ورکوی . ددغه بهیردموخې په باب دمدیریت دپراختیاله مرکزه دشمالی امریکا داسلامی موسیسې اجرائی مدیر لاویا صافی باوری دی ، له اسلامه د ویرولو پروژه یوه داسې سټراټیجیکه وسله ده چې دمسلمانان د ګوښه کولو لپاره کارول کیږی . له اسلام سره دمقابلې بهیرداطلاعاتواوارتباطاتوله پراخیتاسره په لودیځ کې په یوه لوی بهیر بدل شوی دی . د لویدیځی رسنیو،په تیره بیادسنیمااو هنرپه ډګرکې لور نیونه ددې ښودنه کوی چې داسلام له ودې سره مقابله دمسلمانانودباورونوداپوټه ښودلواوپه هغوی کې درز او تفرقې درامینځته کولوله لارې له اسلامی نړۍسره په چلند کې د لودیځی حکومتونو دکلتوری سیاست چورلیز دی . په لویدیځ کې له اسلام سره د مقابلې په ټولو بڼوکې له مسلمانانوسره په مخامخیداکې دمسخره کولو،سپکاویو،تحریف اوګواښ په څیرموردونوته اشاره کولی شو .په اوسنۍ نړۍکې دلودیځ پروپګنډیزې ادارې او تنظیمونه له رسنیوڅخه په استفادې سره ،په مسلمانانو کې په ملی اوله ملی سوئې ورآخواسویوکې د درز رامینځته کول په ایجنډا کې لری .په اسلامی هیوادونو کې په ملی سویه درز رامینځته کول چې په یوه اسلامی هیواد کې د اختلاف حتی دداخلی جګړوسبب کیږی،داسلامی نړۍدوحدت دمخنیوی لپاره دلودییځی حکومتویوسیاست دی .ځکه کله چې اسلامی هیوادونه له داخلی جنګونواو شخړوسره مخامخیږی ،نوپه طبیعی توګه د یوه لوئی اتحاددجوړولولپاره له اسلامی نړۍ سره مرسته نشی کولی .په نتیجې کې په ملی سویه اختلافات به په اسلامی نړۍ کې داختلافاتوسبب شی . دمثال په توګه په مسلمانانواو همداراز په فلسطین ، لبنان اودقفقاز په حوزې کې داسلامی اوملی ډلوترمینځّ کې داختلاف اوشخړې په رامینځته کولوکې دلویدیځی رسنیو رول ددغوچلولونواودسیسو یوه برخه ده . له اسلامه د ویرولو پروژه او اسلام ضد بهیرپه پیچلوعناصرواوډیرو اړخونو او ژورو اغیزو مشتمله یوه ښکارنده ده . له دې امله له دغه بهیر سره مقابله په اسلامی نړۍکې دټولوممکنوهلوځلوکارولوته اړتیالری .اسلامی ملتونواوحکومتونو هرچرته چې په یوه خوله اویوه دریځ سره له اسلام سره دمقابلې دبیلابیلوبڼووړاندې غبرګون ښودلی دی،نولویدیځ شاتګ ته مجبوره شوی دی ،دتیرې پیړې داتیایمې لسیزې په وروستیوکې په انګلستان کې دسلمان رشدی د شیطانی آیتونوپه نامه د کتاب په خپرونې د اسلامی نړۍ غبرګون دا موضوع په ډیر ښه ډول نندارې ته وړاندې کړه . کله چې حضرت امام خمینی سلمان رشدی داسلام دګران پیغمبرپه شان کې دګستاخۍپه جرم مرتداودمرګ لائق وبالهّ،نوداروپآئی اتحادئې غړو هیوادونو له تهران څخه خپل سفیران وروغوښتل .خودچورلټ دروغو او سپکایوډکودشیطانی آیتونودکتاب په خپریداد ټولو اسلامی هیوادونو او په اروپا کې دیره ټولو مسلمانانوغبرګون ،په لودیځ کې له اسلامی ضد بهیر سره په مقابلې کې دیوه واحداسلامی امت قدرت نندارې ته وړاندې کړ . د 2001 کال له ستمبره په وروسته کلونوکې چې له اسلام سره دمقابلې نوی څپه رامینځته اوپیل شوې ده،کله مسلمانانوپه یوه رړه اویوه خوله له دغه سپیره او ناولی بهیر سره مقابله کړې ،نو لویدځ شاتګ ته مجبوره شوی دی . په 2006 کال کې د کاتولیکانو د مشر پاپ بنیډیکټ له سپکو خبرو وروسته او دغه راز په 2007 کال کې داسلام دګران پیغمبرپه شان کې دګستاخو کارټونونوخپریداوروسته مسلمانانوپه یوه زړه اویووالی سره مظاهرې وکړې . له اسلامی سپیڅلتیاؤ څخه په دفاع کې د اسلامی امت دغه عمومی اتحاد سپکاوی کونکی شاتک ته اړ باسل.پردې اساس کله چې اسلامی امت په منسجم اویوه خوله دخپلوسپیڅلتیاؤپه ضد دلودیځ په تبلیغاتو اعتراض وکړی،نولویدځ به داسلام دپیروانودمنطق په وړاندې له تسلیمیدا پرته بله چاره ونه لری . په لویدیځ کې له اسلام سره د مقابلې له بهیرسره په مبارزې کې یوبل اغیزمن اوزار په اسلامی ټولنو کې د تفکر او لیدتوګې له مبادلې او رسنیو څخه استفاده ده . لویدیځی حکومتونو همدااوس عمومی افکارو ته په بڼه ورکولوکې د رسنیو ډول ډول جادوئی قدرت سره هڅه کوی داسلامی ټولنو اوپه لودیځ کې دیره مسلمانان له انسانی فطرته له راپورته شویوارزښتو لیرې وښئ .مسلمانان هم له همدغه آوزار سره له هغه رسنئ جنګ سره مبارزه کولی شی چې لویدځ د اسلام په ضدرامینځته کړې ده اسلامی هیوادونه یووالی اوغږملتیاسره داسلام د لوړو ارزښټونو او دغه راز د حفقیقی اسلام دمعرفۍ لپاره له رسنئ آوزار او کلتوری ملګرتیاؤ استفاده کولی شی .په دغه ډګرکې وحدت اوهمغږی بیلابیل اړخونه لری،چې په هغو کې اطلاعاتی ،رسنئ،کلتوری اوسپورټی اړخونه همدارازدجشنوارودترسره کولواو دکلوریمحصولاتودصادراتواووارداتوپه څیراقدامات اودمذهبونوترمینځ دخبرواترواوعلمی اوکلتوری اړخونه شاملیږی چې داسلامی مذهبونوترمینځ ددوستۍاومودت درامینځته کولواوپیاوړی کولوپه موخې سره پکې دعلمی،پوهنتونی،څیړنیزوشخصیتونواو محصیلینو راشه دیرشه هم شاملیږی . بایدغه حقیقت وښودل شی چې داسلام دین د یوه ځانګړی او بیل شوی تمدن د جوړیداسرچینه ده .اسلام یوداسې جامع اوهراړخیز دین دی چې دانسان ټول سیاسی ټولنیزوکلتوری اقتصادی او معنوی اړخونو ته ئې پام کړی دی . نن سباپه نړۍکې له اسلام سره بلدتیاته حیاتی اړتیا احساسیږی او مسلمان پوهان او عالمان او دغه راز اسلامی حکومتونه د اسلام د ځلانده مقام په معرفۍ کې چورلیزی رول لری . په لودیځ کې له اسلامه دویرولودپورژې او دغه راز له اسلام سره دمقابلې دبهیرله شتون سره سره اسلام ته دمخه کولو کسانوزیاتیدونکی شمیرښئ چې بشریت لاره ورکه کړې ده ،د وروستی الهی دین د ژوند بخښونکوتعلیماتو په سیوری کې راتلو ته او دغه راز د ګمراهۍ په پوچې درواو وادیو کې د لالهاندۍ ختمولوته څومره اړتیالری .
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه

تگ‌ها:

نظرات مخاطبان