خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
فراه کې 2 وسله وال طالبان ونیول شول

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
ځایی چارواکو د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ او مرکز کې له وسلو او مهماتو سره د دوو وسله والو طالبانو د نیولو خبر ورکړ.
د فراه ولایت د امنیې قومندانۍ د اپراسیون امر محمد منیر په دې اړه کلید ته وویل، چې نیول شوی کسان د ترهګریزو بریدونو او چاودنو په پلان جوړونې کې ځانګړې وړتیا لری.
نوموړی زیاته کړه، چې له دغو کسانو سره یو شمېر وسلې او مهمات هم نیول شوی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د دغو کسانو په نیولو سره به په سیمه کې امنیتی وضعیت یو څه ښه شی.
تر اوسه وسله والو طالبانو د دغو کسانو د نیولو په اړه څه نه دی ویلی.
د دغو کسانو نیونه په داسې حال کې ترسره کېږی، چې په وروستیو 20 ورځو کې تر 10 زیات وسله وال طالبان په دغه ولایت کې د امنیتی ځواکونو لخوا نیول شوی دی.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.