خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/12/18 0:0کد خبر: 4347

2010 د ملکی کسانو لپاره تر ټول خونړى کال وبلل شو

2010 د ملکی کسانو لپاره تر ټول خونړى کال وبلل شو - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ادارې او د بشر حقونو خپلواک کمېسیون نن د یوه راپور په خپرولو سره 2010 میلادی کال په تېرو 9 کلونو کې د ملکی وګړو لپاره تر ټولو خونړى کال وباله. د دغه راپور له مخې، چې د ملګرو ملتونو او د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون لخوا برابر شوى په 2010 میلادی کال کې نږدې 2800 ملکی وګړی وژل شوی دی. په دغه راپور کې چې نن د ملګرو ملتونو د ځانګړی استازی سټېفن دیمستورا او د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون د رییسې ډاکټرې سیما ثمر لخوا وړاندې شو راغلی، چې 75 سلنه وژل شوی ملکی وګړی د دولت د مخالفینو لخوا وژل شوی دی. د راپور د وړاندې کولو پر مهال دیمستورا پر وسله والو طالبانو عږ وکړ، چې که دوى په دې برخه کې، چې ګواکې ډیرى ملکی وګړی د دوى لخوا نه دی وژل شوی کوم دلیل لری، نو وړاندې دی کړی. دغه راپور، چې هر کال د ملګرو ملتونو او د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون لخوا په مشترک ډول خپرېږی، دا په ډاګه کوی، چې د کره شمېرو له مخې په 2010 میلادی کال کې 2777 ملکی وګړی وژل شوی او دا د 2009 میلادی کال په پرتله د ملکی وګړو د وژنې 15 سلنه ډېروالى ښیی. د راپور له مخې، د دولت ټول وسله وال مخالفین نېغ په نېغه د 75 فیصده ملکی وګړو د مړینې مسؤلین دی. په دغه راپور کې د هغو وژل شویو ملکی وګړو فیصدی، چې د ګډو ځواکونو لخوا وژل شوی 16 فیصده ښودل شوې ده. د ملګرو ملتونو او د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون د ادارو څېړونکی په دې نه دی توانیدلی، چې په افغانستان کې د 9 فیصد وژل شویو ملکی وګړو قاتلین په ګوته کړی. د همدې راپور له مخې 171 ملکی وګړی د بهرنیو ځواکونو په هوایی بریدونو کې وژل شوی دی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.