بېرته
2010 د ملکی کسانو لپاره تر ټول خونړى کال وبلل شو
د خپرېدو نېټه: 1389/12/18 0:0د خبر شمېره: 4347سرچینه: ایرکا خبری آژانس

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ادارې او د بشر حقونو خپلواک کمېسیون نن د یوه راپور په خپرولو سره 2010 میلادی کال په تېرو 9 کلونو کې د ملکی وګړو لپاره تر ټولو خونړى کال وباله.
د دغه راپور له مخې، چې د ملګرو ملتونو او د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون لخوا برابر شوى په 2010 میلادی کال کې نږدې 2800 ملکی وګړی وژل شوی دی.
په دغه راپور کې چې نن د ملګرو ملتونو د ځانګړی استازی سټېفن دیمستورا او د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون د رییسې ډاکټرې سیما ثمر لخوا وړاندې شو راغلی، چې 75 سلنه وژل شوی ملکی وګړی د دولت د مخالفینو لخوا وژل شوی دی.
د راپور د وړاندې کولو پر مهال دیمستورا پر وسله والو طالبانو عږ وکړ، چې که دوى په دې برخه کې، چې ګواکې ډیرى ملکی وګړی د دوى لخوا نه دی وژل شوی کوم دلیل لری، نو وړاندې دی کړی.
دغه راپور، چې هر کال د ملګرو ملتونو او د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون لخوا په مشترک ډول خپرېږی، دا په ډاګه کوی، چې د کره شمېرو له مخې په 2010 میلادی کال کې 2777 ملکی وګړی وژل شوی او دا د 2009 میلادی کال په پرتله د ملکی وګړو د وژنې 15 سلنه ډېروالى ښیی.
د راپور له مخې، د دولت ټول وسله وال مخالفین نېغ په نېغه د 75 فیصده ملکی وګړو د مړینې مسؤلین دی.
په دغه راپور کې د هغو وژل شویو ملکی وګړو فیصدی، چې د ګډو ځواکونو لخوا وژل شوی 16 فیصده ښودل شوې ده.
د ملګرو ملتونو او د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون د ادارو څېړونکی په دې نه دی توانیدلی، چې په افغانستان کې د 9 فیصد وژل شویو ملکی وګړو قاتلین په ګوته کړی.
د همدې راپور له مخې 171 ملکی وګړی د بهرنیو ځواکونو په هوایی بریدونو کې وژل شوی دی.