چارواکی په زابل کی وایی چی دنشه یی توکو پر وړاندی دمبارزی پولیس له خوادری تنه قاچاق وړونکی د12 کیلوګرامه هیرونیو سره یوځای دپولیسودتلاشی پرځنځیر نیولی دی.
دزابل امنیه قوماندان سمونوال عبدالمالک واحدی خبریالانو ته وویل چی دغه نشی توکی په یوه کرولاموټرکی په ډیرمهارت سره ځای پرځای شوی وه چی قاچاقبرغوښتل چی له کابل څخه یی دکندهار پر لوری ولیږدوی چی دنشی توکوپروړاندی دمباریزی پولیسوپه لاسه واوښت.
نوموړی زیاتوی چې ټول نیولی شوی نیشه توکی هیروین دی چې په تړاویی موټر چلوونکی او دوه تنه قاچاق وړونکی نیولی دی.
دزابل دمخدره توکو پولیس پدې ولایت دنیشه یی توکو په نیول په داسی حال کی بریالی کیږی چې څوورځی وړاندی په مرکز کلات دتلاشۍ پرځنځیر20 کیلو ګرامه تاریاک ددروتنو قاچاق وړونکو سره یوځآی نیول شوی وه.
دیادونی وړده چې پدې وروستیوکی دزابل دمخدره توکو پروړاندی دمباریزې پولیسوخپلی هڅی زیاتی کړی چې دتیرو څو میاشتو په ترڅ کې پدې ولایت کې زرګونه کیلو ګرامه نشی توکی یی نیولی.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
تگها: