خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
ځانمرګی برید 75 تنو ته مرګ ژوبله واړوله

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
نن څه کم دوه بجې د کندوز ښار جنوب لور ته سپین زر چمن ته څېرمه د پولیسو د جلب اوجذب مرکز ترڅنګ یو ځانمرګى برید شوی، چې د لومړنیو معلوماتو له مخې نږدې 75 تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د کندوز والی محمد انور جګدلک د پېښې د پخلی ترڅنګ کلید ته وویل، چې په په برید کې شاوخوا شلو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
خو د کندوز د سیمه ییز روغتون مشر ډاکټر همایون خاموش برید کې د 35 تنو د وژل کېدو او 40 نورو د ټپی کېدو پخلى کوی او وایی، چې د پېښې ډیرى ټپیان عام خلک دی، چی ورزش کاران هم په کې شامل دی.
د دې برید مسوولیت تراوسه لا چا پر غاړه نه دی اخیستی.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.