خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/12/26 0:0کد خبر: 4504

دعامی روغتیاوزیره زابل ته لاړه

دعامی روغتیاوزیره زابل ته لاړه  - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

دعامی روغتیا وزیره زابل ته دخپل څانګړی سفر پرمهال په یوه غونډه کې دیوه روغتیایی مرکز دجوړولودژمنی ترڅنګ 21 تنه روغتیا پالو ته دفراغت سندونه ورکړل. نوموړی همداراز وویل چه زابل ته به دروغتیا په هره برخه کې دلمړی توب حق ورکوی، په ورته وخت کې دنوموړی ولایت والی وایی چه دی ولایت ته دیادوزارت له لوری باید زیاته پاملرنه وشی او باید مرکزی دولت ددی ولایت نفوس ته په پاملرنی سره مرسته وکړی . . دافغانستان دعامی روغتیاوزیره ډاکتره ثریادلیل نن پنجشنبی په زابل کی په یوه جوړه شوی غونډه کې خبریالانوته وویل چې پدغه ولایت کې به ډیرژر دیوه یوسلولس بیستریزروغتون دجوړولوچاری پیل کړی .نوموړی وایی چې پدغه ولایت کې دروغتیایی اسانیتاوستونزه لیدل کیږی اودوی هڅه کوی ترڅودخلکودروغتیایی اسانیتاوستونزه هواره کړی .ثریادلیل زیاته کړه چی ددغه ولایت ټولوولسوالیوته روغتیایی اسانیتاودهوارولوپلان لری اوپه نژدی راتلونکی کې به په ولسوالیوکی هم روغیتایی کلینیکونه جوړکړی.ثریادلیل دغه راز په غونډه کی هغه 21 تنو روغتبا پالوته دفراغت سندونه هم ورکړل چی په تیرواتلسو میاشتو کی ورته زده کړه ورکړل شوی وه .نوموړی وایی دغه روغتیاپالی به وکړای شی چې پدغه ولایت کې دموراوماشوم دمیړینی کچه راټیټه کړی په ورته وخت کی دنوموړی ولایت والی محمداشرف ناصری وایی چه زابل ته باید د روغتیایی کارکونکو کمیت ته پاملرنه وشی . ښاغلی ناصری همدا راز وایی چه دامهال دزابل په یوه شمیر کلینیکونو کې دمسلکی ډاکټرانو ترڅنګ دعصری وسایلو نه شتون بل هغه څه دی چه ددی ولایت دروغتیا ستو نزی یی را توکه ولی دی . دغونډی پرمهال په ولسی جرګه کې دزابل استازی عبدلقادر قلاتوال او عبدالحبیب انډیوال همداراز وویل چه دوی به هڅه وکړی چه ددی ولایت دخلکو مشکلات مرکزی حکومت ته ورسوی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.