خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
د نوروز د لمانځلو په اړه د امنیتی تدابیرو خبر ورکړل شو
زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
د کورنیو چارو وزارت وایی، چې د نوی کال د لومړۍ ورځې د لمانځلو لپاره یې یو لړ جدی امنیتی تدابیر نیولی دی.
په داسې حال کې، چې د نوی کال د لمانځلو لپاره خلک چمتووالى نیسی، امنیتی چارواکی هم ډاډ ورکوی، چې د نوی کال د جشن لپاره د ټول هېواد په کچه لازم امنیتی تدابیر نیول شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند زمری بشری د شنبې په ورځ یوې خبری غونډې ته وویل، چې په کابل سربیره د هېواد په ټولو لویو ښارونو کې، چې د نوی کال د لمانځلو لپاره په کې جشنونه جوړیږی منظم امنیتی پلان ترتیب شوى.
بشری زیاتوی، چې د دغه امنیتی پلان پلی کول تر ډېره د افغان ځواکونو په غاړه دی، خو د اړتیا په صورت کې بهرنی ځواکونه هم په کې همکاری کولاى شی.
په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت د عامو خلکو څخه هم وغوښتل، څو د پولیسو سره د مخالفینو د مشکوکو فعالیتونو د لیدو په صورت کې همکاری وکړی.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.