خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1390/01/01 0:0کد خبر: 4578

د ډګرمن قذافی پر ودانۍ د مزایل برید

د ډګرمن قذافی پر ودانۍ د مزایل برید - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د لویدیځ ایتلاف ځواکونو د لیبیا په مرکز طرابلس کې د یوې ودانۍ د له منځه وړلو خبر ورکړ، چې د دوى په وینا د ډګرمن قذافی د امر او کنټرول مرکز و. د لیبیا دولتی چاروکو هم د دغې ودانۍ د ړنګېدو پخلى کړى او دغه درې پوړیزه ودانۍ بهرنیو ژورنالساتو ته ښودلې، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دی ویلی. د لویدیځ اتیلاف الوتکو د دویمې شپې لپاره هم د ډګرمن قذافی پر پوځی اډو د بمبار لړۍ جاری ساتلې. یادو ځواکونو دا بریدونه وروسته له هغې پیل کړل، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تیرې پنجشنبې په ورځ د لیبیا پر فضا د الوتنو د بندیز پریکړه لیک تصویب کړ. امریکایی چارواکو ویلی، د دوى د بریدونو موخه قذافی نه بلکې د هغه دفاعی سیستم له منځه وړل دی. بلخوا د عربی اتحادیې مشر امر موسى ویلی، چې د لویدیځ ایتلاف لخوا پر لیبیا دغه بریدونه د پروازونو د بندیز له حکم وړاندې تللی. نوموړی زیاته کړې، چې عربی اتحادیې یوازې د لیبیا پر فضا د الوتنو د بندیز خبره کړې وه، ځکه چې دوى د لیبیا د ولس د ژوند ساتنه غواړی، نه د هغوى وژنه. د امر موسى په وینا، عربی اتحادیه نه غواړی، چې د د الوتنو د بندیز په پلمه لویدیځ هېوادونه پر لیبیا برید وکړی. بلخوا قذافی پر خپل ولس غږ کړى، چې په دې صلیبی جګړې کې دې د خپل هېواد دفاع وکړی. نوموړی زیاته کړې، چې د دوى پرمخ د دولت د وسله تون ور پرانیستى دى او دوى کولاى شی، چې د خپل هېواد د دفاع لپاره ترې وسلې واخلی. ډګرمن قذافی باغیان د صلیبی بریدګرو پلویان بللی او زیاته کړې یې ده، چې دوى د هېواد غداران دی او له منځه به یوړل شی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.