خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
ملی امنیت دصلاحیتونو او امکاناتو غوښتنه وکړه.
زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
د کندهار د ملی امنیت رئېس وایی،چی د ملی امنیت ریاست مرکزی څانګه دی دوى ته بودیجه او ددوی دکارصلاحیتونه دی زیات کړی.
دغه څرګندونی دکندهاردملی امنیت رئیس جنرال محمدنعیم مومن دکلید راډیو سره په یوه ځآنګړی مرکه کی وکړئ.
هغه زیاته کړه،چی دامهال ددې ریاست اړوندټول تشکیلاتی اودکارکوونکودګمارنی کارونه په پلازمینی کابل کی کیږی،چی دغه کړنی ددوی دکارونو په وړاندی لوی خنډدی.
دمومن په وینا،چی مرکزی دولت دی داصلاحیت دوی ته ورکړی،څو ددې سیمی اهل کاره کسان په دندووګمارل سی.
هغه ملی امنیت ته ځانګړی بودیجه کمه وګڼل او زیاته یې کړه،چی ددوی دچټک غبرګون په وړاندی یولویه ننګونه ده.
داپه داسی حال کی ده،دملی امنیت چارواکی دنوروامنیتی ادارو سره په توپیرهره ورځ دزیات شمېرلاسته راوړنوخبرورکوی.
دیادونی وړده،چی په تېرو کی داقتصادریاست مسولینو هم په مرکزی دولت نیوکه کړه وی،چی ددوی کارونه دځنډ او خنډ سره مخامخ کوی.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.