ایرکا خبری اژانس راپور ورکړ، تلویزیونی چینلونو داسې تصویرونه خپاره کړی چې پکې استرالیایی پوځیانو د افغانانو سپکاوی کړی.
افغان رسنیو هم نن راپور ورکړ، د استرالیادفاع وزیر استفان اسمیت ، له افغان دفاع وزیر سره په تیلفونی خبرو کې ، دخپلو پوځیانو د سپک چلند له کبله بخښنه غوښتې ده.
اسمیت ویلی دی چې دغه پوځیان به احتمالا له لازم اقداماتو سره مخ شی.دا په داسې حال کې دی چې تیره اونۍ هم دامریکا حکومت دافغانانو د سپکاوی له کبله د افغانستان له حکومته رسمی بخښنه وغوښتله.شپیګل رسنۍ ، داسې تصویرونه خپاره کړی چې پکې امریکایی عسکر ، د افغانانو د مړی سپکاوی کوی.
په دې پسې ، امریکا رسما له افغان حکومته بخښنه وغوښتله.
یوه میاشت وړاندې هم ، د یوه افغان پوځی کورنۍ چې په پوځی عملیاتو کې وژل شوی و، په داسې حال د دغه پوځی مړی له امریکایی پوځیانو تر لاسه کړ چې داخلی غړی یې ترې ایستل شوی وو.
دا نه ده معلومه چې د دغه افغان پوځی غړی د قاچاق لپاره د امریکایی پوځیانو له لوری ایستل شوی دی او یا هم د سپکاوی له کبله.
په افغانستان کې دبهرنیو په تیره بیا دامریکایی پوځیانو سپک چلند ، افغانان سخت په غصه کړی او افغانان د بهرنیو پوځیانو د وتلو غوښتونکی دی اوپه خلاف یې پراخې مظاهرې هم کوی.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
تگها: