خبرگزاری افغان ایرکا | Afghan Irca News Agency
تاریخ انتشار: 1390/01/10 0:0کد خبر: 4789

دبحرین د مظاهره کونکوپه خلاف دآل خلیفه اقدام ، بشری جنایت دی

دبحرین د مظاهره کونکوپه خلاف دآل خلیفه اقدام ، بشری جنایت دی - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه

ایرکا خبری آژانس را پور ورکړ، د بحرین د بشری حقوقو دمرکز غړی عباس العمران له العالم چینل سره په خبرو کې وویل،ددغه هیواد نظام رواوالی له لا سه ورکړی، او په قدرت کې دپاتې کیدا لپاره ، په زور او دعربستانی ځواکونو غوښتلو ته یې مخه کړې ده.هغه زیاته کړه، د بحرین نظام نیت لری چې هغه معادلې بدلې کړی چې د فبرورۍ د 14 نیټې ځوانانو هغه وزغمل او د دغه هیواد په ټولو سیمو کې د اعتراضونو او غونډو په حق کې ، روښانه کږی خو دهغوی دغه هڅې به له ماتې سره مخ شی. هغه زیاته کړه له همدې کبله ، د خلکو د خاموشولو لپاره لنډغرانو ، فرقه پالو، پوځی حکومت او بیړنی حالاتو ته یې مخه کړې ده. هغه په دوام کې وویل، د سوله ا یزومظاهرو کې دګډون کونکو په خلاف اقدام ،بشری ضد جنایت دی او د بشری حقوقو شورا، راتلونکې میاشت په بحرین کې دبشری حقوقو د خلافورزیو د جاجولو لپاره غونډه جوړوی. هغه وویل، د دغو خلافورزیو په اړه انځورونه اوفلمونه شته دی، او بهرنی خبریالانه هم شاهدان دی. هغه وویل، نړیواله ټولنه ، بحرین دداسې هیواد په توګه پیژنی چې بشری حقوقو خلافورزی کوی، او خپل ښاریز په آسانۍ سره وژنی
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه

تگ‌ها:

نظرات مخاطبان