خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
دانډونیزیا یو ترهګر په پاکستان کښې ونیول شو

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
دانډونیزیا دبالی سیمې دترهګرې بم چاودنې شکمن په پاکستان کښې ونیول شو.
زمونږ خبریال وای دپاکستان او انډونیزیا مسولانو نن وویل چې دانډونیزیا د2002 میلادی کال دبالی دبم چاودونو یو هم پلانونکی ترهګر په پاکستان کښې نیول شوی .
دپاکستان یوه امنیتی مسول وویل دانډونیزیا دترهګرو چاودنو یو مهم پلانونکی عمر پاټیک دپاکستان جاسوسۍ ادارو نیولی خو دا یې ونه ویل چې کله او چیرې .
هغه وویل مونږ دغه خبره تایدوو چې دانډونیزیا دبم چاودنوپلانونکی نیول شوی .
دپاکستان دغه مسول چې غوښتل نوم یې ونه ښودل شی وویل دانډونیزیا له دغه ترهګر پلټنه روانه ده .
هغه وویل دانډونیزیا حکومتی مقام له ترهګر سره کتنه غواړی او دانډونیزیا مسولان به پاکستان ته راشی .
داسټرالیا خارجه وزیر کیوین روډ دانډونیزیا په بالی کښې دیوه کانفرنس په څنګ کښې نن سهار وویل دانډونیزیا ترهګر نیول شوی .
دویلو ده چې په انډونیزیا کښې دبالی په بم چاودنو کښې داسټرالیا هیواد نوی ښاریز وژل شوی وو .
هغه وویل چې دانډونیزیا ددغه ترهګر نیول په بالقوه ډول دترهګرۍ پرضد جنګ کښې یو ستر ګام دی .
دانډونیزیا مسولانو وویل یو پلاوی چې پولیس او دترهګرۍ ضد دمبارزې کسان پکښې شامل دی پاکستان ته استول شوی .
دویلو ده چې دانډونیزیا دترهګرۍ ضد پولیسو څو کلونه کیږی چې دترهګر عمر پاټیک دنیولو هڅه کوی .
د ویلوده چې دپاکستان په اکثرو سیمو په تیره بیا د خیبر پښتونخوا او بلوچستان صوبو په ډیرو سیمو کښې دعربی او مرکزی اسیا هیوادونه ډیر ترهګر له طالبانو او القاعده ډلو سره یوځاې ترهګر فعالیتونه کوی او بې ګناه خلک وژنی .
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.