دبحرین حکومت دخپلو خلکو دځپلو لپاره دپاکستان پخوانی پوځیان ګماری .
پریس ټی وی چینل دپاکستان دنیوز ورځپاڼې په قول راپور ورکړ دبحرین ملی ګارډ مسولانو دخپل هیواد دسوله ایزو مظاهره چیانو دځپلو لپاره دپاکستان دپخوانیو او متقاعد شویو پوځیانو دګمارلولپاره پاکستان ته سفرونه کړی دی .
ددغه راپور پراساس دبحرین دملی ګارډ مسولان او وهابیان له هغو ګوډاګیانو سره مرکې کوی چې دبحرین په ملی ګارډ کښې دشاملیدا نیت لری .
دبحرین حکومت له دې وړاندې هم دمظاهره چیانو دځپلو لپاره دسعودی عربستان، کویت او دمتحده عربی اماراتو په پوځیانو مرسته اخستی ده .
داپه داسې حال کښې دی چې دبحرین دبشری حقوقو مرکز دبحرین دمظاهره چیانو دځپلو لپاره له خارجی ګوډاګیانو د کار اخستلو په هکله اندیښنه ښودلی ده .
دبحرین دحکومت پرضد مظاهرو کښې چې دفرورۍ دمیاشتې له څلورمې نیټې پیل شوی تراوسه دبحرین ، سعودی عربستان او متحده عربی اماراتو دپوځیانو په ډزو کښې پینځویشت کسان وژل شوی او له زرو زیات ژوبل شوی هم دی .
بل خبر داچې دبحرین دحکومت مخالفانو ویلی چې حکومت پنځوس مخالف فعالان نیولی دی .
دبحرین دحکومت مخالفو ګوندونو وویل په داسې حال کښې چې دبحرین خلکو ځانونه دجمعې لمانځه له ترسره کولو وروسته دمظاهرو لپاره چمتوکول امنیتی ځواکونو بیګا دحکومت ضد پنځوس فعالان ونیول .
دغه راز دبحرین خلکو دیوه ځوان مړی چې امنیتی ځواکونو وژلی وو خاورو ته وسپاره .
دبحرین په زرګونو ښاریزو نن پلازمینې منامې ښار ته نږدې په سار کلی کښې په یو لړ دستورو کښې دپینځلس کلن ځوان احمد سعید شمس مړی چې په تیر ې چهار شنبې ورځ دبحرین عسکرو په ډزو وژلی وو خاورو ته وسپاره .
دبحرین ددغه ځوان دمړې دستورې دحکومت پرضد دمظاهرو په ډګر بدلې شوې او مظاهره چیانو له واک څخه دحمد بن عیسی ال خلیفه دلیرې کیدا غوښتنه وکړه .
دویلو ده چې دبحرین دغه پینځلس کلن ځوان خپل کور ته نږدې لوبې کولې چې دبحرین امنیتی ځواکونو ورباندې ډزې وکړې او ژوبل یې کړ .
دبحرین عسکرو حتی له دغه ژوبل ځوان سره هیڅ مرسته و نکړه او هغه دژوبلیدا له کبله مړ شو .
دبحرین دملی وفاق ګوند دحکومتی عسکرو ددغه جنایت په غندلو سره وویل دبحرین پوځیان چې اکثره یې دخارجی هیوادونو ښاریز دی دبحرین په بې ګناه خلکو ډزې کوی .
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
تگها: