خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
بانکی مون د مزار شریف پېښه په کلکه غندلې

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
د ملګروملتونو عمومی منشی بان کی مون د افغانستان په مزارشریف کې د لاریون کوونکو لخوا د یوناما د بهرنیو کارکوونکو وژل غندلی دی.
بلخوا په شمال کې چارواکی وایی، چې د یوه وسله وال په گډون یې 27 تنه، چې د مزارشریف په ښار کې یې د ملگرو ملتونو پر دفتر برید کړى و نیولی دی.
سرچینې، چې نوم یې نه دى ذکر شوى رسنیو ته ویلی، چې دا مهال له نیول شویو کسانو پوښتنې گروېږنې روانې دی او په وینا یې: ډېر ژر به روښانه شی چې د دغې پیښې ترشا د کومو کسانو او کړیو لاس و .
د مزارشریف په پرونۍ پېښه کې یو شمېر کسانو د امریکا د فلوریدا په ایالت کې د یوې کلیسا د پادری له خوا د قرآن کریم د نسخې د سوځولو په اعتراض کې لاریون وکړ چې په ترڅ کې یې د اوو تنو بهرنیو په گډون تر لسو زیات کسان وژل شوی.
د ملگرو ملتونو یوې باوری سرچینې، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شی وویل: په وژل شویو کسانو کې پنځه نیپالیان او نور یې د دغه دفتر نړیوال کارکوونکی دی.
وسله والوطالبانو د دغې پیښې پړه په غاړه اخیستې.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.