دانګلستان یو پلاوی لیبیاته تللی چې انقلابیانو سره خبرې وکړی .
زمونږ خبریال وای دانګلستان یو پلاوی بیګا ناوخته دلیبیا دانقلابیانو مرکز بن غازی ته رسیدلی .
دویلو ده چې دلیبیا انقلابیانو له دوې سره دتماس دیوې هڅې په توګه دانګلستان دځانګړیو ځواکونو یوشمیر عسکر چې ایس ای ایس ورته ویل کیږی یوه میاشت وړاندې په لیبیا کښې نیولی وو او دانګلستان دغه پلاوی له دې پیښې یوه میاشت وروسته لیبیا ته ورغلی دی .
دلیبیا دانقلابیانو ویندوی مصطفی غیرانی نن په بن غازی کښې دانګلستان دیوه پلاوی شتون تاید کړ خوددغه سفر ددلیل په هکله یې څه ونه ویل .
ویل کیږی چې دفرانسې یو سفیر او دامریکا یو ډیپلوماټ هم دلیبیا دانقلابیانو په مرکز بن غازی کښې شتون لری .
دغه راز دلیبیا یوه لوړرتبه ډیپلوماټ علی تیرکی دقذافی دسیاسی سلاکار په توګه له خپلې دندې استعفا ورکړه .
دعربو اتحادیې یوې سرچینې په قاهرې کښې وویل دلیبیا پخوانی خارجه وزیر چې تر 2010میلادی کال پورې دملګروملتونو دعمومی اسمبلۍ مشر هم وو نن په قاهرې کښې دعربو اتحادیې له عمومی منشی عمر موسی سره خبرې کړی .
دلیبیا دغه مقام دقذافی دسیاسی سلاکار له مقام څخه استعفا ورکړی ده خو هغه له انقلابیانو سره چې دلیبیا دحکومت دنسکورولولپاره جنګیږی دوفادارۍ ژمنه ونکړه .
دلیبیا په هکله بل خبرداچې ددغه هیواد دتیلو بډایه ښارګی بریقه نن هم دسختونوجنګونو ډګر وو .
بل خبر داچې دلیبیا انقلابیانو ویلی دی چې دوې په تکتیکی توګه له بریقه سیمې شاتګ کړی دی .
په بریقه سیمه کښې دچاودنو غږونه اوریدل شوی .
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
تگها: