خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
دفارس خلیج ملګرتیا شورا تل دتیریګرو په څنګ کښې

زمان تقریبی مطالعه: 3 دقیقه
په ریاض کښې دفار س خلیج دملګرتیا شورا دغړیو هیوادونو دخارجه وزیرانو دوروستۍ غونډې بیانه دماتی خوړلی او ترخې تجربې دتکر ار په لور ددغه شورا دحرکت نښه ده .
دسعودی عربستان، بحرین او کویت په شان دفارس خلیج دملګرتیا شورا ځینې غړی هیوادونه په وروستیو اونیو کښې دولسی اعتراضونو او مظاهرو ډګرونه دی .
دفارس خلیج دملګرتیاد شورایو شمیر واکمنانان داسلامی ویښتیا دڅپې په خپریدا سخت اندیښمن دی .
دفارس خلیج دڅنډې عرب واکمنانان ویره لری چې دوې دمصر ددیکتاتور ولسمشر حسنی مبارک او دتیونس ددیکتاتور زین العابدین بن علی له برخلیک سره مخامخ نشی .
په سیمه کښې دخلکو زیاتیدونکو اعتراضونو دفارس خلیج دملګرتیا شورا واکمنان ویرولی دی او هغوې یې مجبوره کړی دی چې دخپلو غلطیانو مسولیتونه په نورو ورواچوی .
دریاض په غونډې کښې دفارس خلیج دملګرتیا شورا دخارجه وزیرانو بیانیه ددغه لالهاندۍ او دجنجال دجوړولو لپاره یوه هڅه ده .
په دغه بیانیې کښې دبحرین په شمول دمینځنی ختیځ او دافریقا د شمال په هیوادونو کښې په پراخه و لسی اعتراضونو او مظاهرو سترګې پټولو سره دایران اسلامی جمهوریت دنوموړیو هیوادونو په کورنیو چارو کښې په لاسوهنې تورن شوی دی .
هغه څه چې په بحرین کښې تیریږی دمتحده عربی اماراتو او دسعودی عربستان دتیریګرو ځواکونو لخوا دسوله ایزو ولسی اعتراضونو ځپل دی .
دبحرین رژیم ددغه هیواد دسوله ایزو مظاهره چیانو د وژلو لپاره دپردیو ځواکونو په و ربللو سره خپل رواوالی له لاسه ورکړی دی .
دبحرین رژیم ددغه هیواد دخلکو له څاروی ډوله ځپنې او وژلې دعمومی افکارو دپام داړولو لپاره په هغه څه چې دوې په بحرین کښې دایران لاسوهنه ګڼی اندیښنه ښودلی ده او دفارس خلیج ملګرتیا شورا یې ددغه بې اساسه او بې بنسټه تور دفاع کولو ته وربللی ده .
دغه یوه ماتی خوړلی تجربه ده چې دفارس خلیج دملګرتیا شورا هغه وړاندې هم ازمویلی ده .
دفارس خلیج دملګرتیا شورا دتیرو دیرشو کلونو بدلونونو جاجونه ددې ښودنه کوی چې په دې سیمه کښې درې جنګونه رامینځته شوی دی او دفارس خلیج دملګرتیا شورا په هرو دریو جنګونو کښې دتیریګرو په څنګ کښې ولاړه وه .
دعراق دیکتاتور صدام دایران داسلامی جمهوریت پرضد جنګ کښې دفارس خلیج دملګرتیا شورا دواکمنانو له سترو سیاسی ، مالی او پوځی ملاتړونو برخور وو .
دعراق دیکتاتور صدام دسعودی عربستان، کویت او متحده عربی اماراتو په میلیارډونو ډالرو سره په اګزوسه توغندیو او پرمختلیلیو اتاندار سوپر جنګی الوتکو سنبال کړی شو .
هغه کیمیاوی بمونه چې دایران په خلکو وغورځول شول دلویدیځ دامپریالیزم او دسیمې دزیږ او سپیره اتحاد له کبله وو چې دعراق پخوانی دیکتاتور ته یې و رکړی وو .
دفارس خلیج دملګرتیا شورا غړیو هیوادونو په عراق دامریکا دحملې په بهیر کښې یوځل بیا دتیریګرې امریکاپه څنګ کښې ودریده او اوس هم له تیریګر سره یوځاې دعراق دخلکو او حکومت پرضد دسیسې جوړوی .
دبحرین په خاوره دسعودی عربستان او متحده عربی اماراتو پوځی تیری او له دغه تیری دفارس خلیج دملګرتیا شورا دغړیو هر اړخیز ملاتړ له دغو تیریګرو ددغه شورا دملاتړ دریم مصداق او نښه ده .
دایران اسلامی جمهوریت تل خپلو ګاونډیو په څنګ کښې وو او دی په سیمه کښې دپایدار امنیت ملاتړ یې کړی دی .
کله چې دعراق پخوانی دیکتاتور صدام کویت ونیوه نو دایران اسلامی جمهوریت سمدستی دغه تیری وغاند.
ایران دکویت دکډوالو تود هرکلی وکړ او حتی دکویت دتیلو دڅاګانو داور په مړکولو کښې یې هم ګډون وکړ .
اوس هم دغه مغرضانه بیانیه دنورو هیوادونو په چارو کښې د نه لاسوهنې پراساس دایران په اصولی سیاست کښې هیڅ بدلون نه راولی خو دفارس خلیج دملګرتیا شورا واکمنانان هم دخپلو خلکو حقه غوښتنو ته له ځواب ورکولو پرته بله لاره نلری .
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.