خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1390/01/17 0:0کد خبر: 4887

نظری: ولسی جرګه د لوى څارنوال د استیضاح صلاحیت نه لری

نظری: ولسی جرګه د لوى څارنوال د استیضاح صلاحیت نه لری - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د لویې څارنوالۍ چارواکی وایی، چې ولسی جرګه خپلې عمومی غونډې ته د لوى څارنوال د استجواب او استیضاح حق او صلاحیت نه لری او لوى څارنوال نه شی کولى د دغې جرګې عمومی غونډې ته د ولسی جرګې په ټاکنو کې د شویو درغلیو او سرغړونو د څېړلو په اړه توضیحات ورکړی. د لویې څارنوالۍ مرستیال رحمت الله نظری د سې شنبې په ورځ کابل کې د یوې خبری غونډې پرمهال رسنیو ته وویل، چې ولسی جرګه د اساسی قانون پراساس د لوى څارنوال د استجواب او استیضاح حق او صلاحیت نه لری او په کار ده، چې ولسی جرګه اساسی قانون په ښه غور سره ولولی او په ولسی جرګه کې د لوى څارنوال د استیضاح موضوع هغه څوک راپورته کوی، چې په ټاکنو کې یې درغلۍ او سرغړونې کړی دی. نوموړی زیاته کړه، دغه کسان د دغو موضوعاتو له مطرح کولو څخه سیاسی ګټه پورته کوی او د لوى څارنوال په غیاب کې د هغه د باور رایه اخستل دوى ته د منلو وړ نه ده. د لویې څارنوالۍ مرستیال رحمت الله نظری وایی، چې د تېرکال د ولسی جرګې په ټاکنو کې د شویو درغلیو او سرغړونو له امله جوړې شوې ځانګړې محکمې پرته له کابله نور د ټولو ولایتونو د رایو د صندوقونو شمېرنه بشپړه کړې ده او هغه کسانو، چې په درغلیو او سرغړونو ولسی جرګې ته لاره پیداکړې د هغوى په اړه د جوړې شوې ځانګړې محکمې پرېکړه تطبیقیږی. دا په داسې حال کې ده، چې ولسی جرګې تېره ورځ لوى څارنوال د 1389 کال د ولسی جرګې په ټاکنو کې د شویو درغلیو او سرغړونو د څېړلو له امله خپلې عمومی غونډې ته د توضیحاتو په هکله ورغوښتى و، خو لوى څارنوال محمد اسحق الکو بیا د ولسی جرګې په عمومی غونډه کې له ورتګه ډډه وکړه او هغه یې د دغې جرګې له صلاحیته جلا وباله، خو وکیلانو پرېکړه وکړه، چې لوى څارنوال به د راتلونکې شنبې په ورځ خپلې عمومی غونډې ته استیضاح کړی. دا چې راتلونکې شنبې ورځ ولسی جرګه بیا په دې اړه څه وایی او پرېکړه یې څه ده او په دې اړه نور څه پېښیږی دا به په هماغه ورځ معلومه شی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.