بېرته
نظری: ولسی جرګه د لوى څارنوال د استیضاح صلاحیت نه لری
د خپرېدو نېټه: 1390/01/17 0:0د خبر شمېره: 4887سرچینه: ایرکا خبری آژانس

د لویې څارنوالۍ چارواکی وایی، چې ولسی جرګه خپلې عمومی غونډې ته د لوى څارنوال د استجواب او استیضاح حق او صلاحیت نه لری او لوى څارنوال نه شی کولى د دغې جرګې عمومی غونډې ته د ولسی جرګې په ټاکنو کې د شویو درغلیو او سرغړونو د څېړلو په اړه توضیحات ورکړی.
د لویې څارنوالۍ مرستیال رحمت الله نظری د سې شنبې په ورځ کابل کې د یوې خبری غونډې پرمهال رسنیو ته وویل، چې ولسی جرګه د اساسی قانون پراساس د لوى څارنوال د استجواب او استیضاح حق او صلاحیت نه لری او په کار ده، چې ولسی جرګه اساسی قانون په ښه غور سره ولولی او په ولسی جرګه کې د لوى څارنوال د استیضاح موضوع هغه څوک راپورته کوی، چې په ټاکنو کې یې درغلۍ او سرغړونې کړی دی.
نوموړی زیاته کړه، دغه کسان د دغو موضوعاتو له مطرح کولو څخه سیاسی ګټه پورته کوی او د لوى څارنوال په غیاب کې د هغه د باور رایه اخستل دوى ته د منلو وړ نه ده.
د لویې څارنوالۍ مرستیال رحمت الله نظری وایی، چې د تېرکال د ولسی جرګې په ټاکنو کې د شویو درغلیو او سرغړونو له امله جوړې شوې ځانګړې محکمې پرته له کابله نور د ټولو ولایتونو د رایو د صندوقونو شمېرنه بشپړه کړې ده او هغه کسانو، چې په درغلیو او سرغړونو ولسی جرګې ته لاره پیداکړې د هغوى په اړه د جوړې شوې ځانګړې محکمې پرېکړه تطبیقیږی.
دا په داسې حال کې ده، چې ولسی جرګې تېره ورځ لوى څارنوال د 1389 کال د ولسی جرګې په ټاکنو کې د شویو درغلیو او سرغړونو د څېړلو له امله خپلې عمومی غونډې ته د توضیحاتو په هکله ورغوښتى و، خو لوى څارنوال محمد اسحق الکو بیا د ولسی جرګې په عمومی غونډه کې له ورتګه ډډه وکړه او هغه یې د دغې جرګې له صلاحیته جلا وباله، خو وکیلانو پرېکړه وکړه، چې لوى څارنوال به د راتلونکې شنبې په ورځ خپلې عمومی غونډې ته استیضاح کړی.
دا چې راتلونکې شنبې ورځ ولسی جرګه بیا په دې اړه څه وایی او پرېکړه یې څه ده او په دې اړه نور څه پېښیږی دا به په هماغه ورځ معلومه شی.