خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
دافغانستان طالبان وای چې څو عسکر یې وژلی دی

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
دافغانستان طالبان وای چې څو عسکر یې وژلی دی .
دطالبانو ویندوی قاری یوسف احمدی دتهران راډیو پښتو خپرونې ته په لنډ پیغام کښې وویل چې نن دولس بجې دزابل ولایت د شورې دکوچنۍ شره په سیمه کښې یو سرف ګاډی په ماین تباه کړی شوی او څلور عسکر پکښې وژل شوی .
قاری یوسف احمدی دانه دی ویلی چې وژل شوی عسکر خارجیان دی او که افغانان .
قاری یوسف احمدی زیاته کړه چې نن غرمه د نهر سراج په یخچال سیمه کښې په یوه کاروان کښې پینځه ګاډی تباه کړی شوی او اته ساتونکی پکښې و ژل شوی .
بل خبر داچې دافغانستان په کونړ ولایت کښې په جلالا کلی کښې په یوه کاروان چې دپاکستان له تورخم سرحده افغانستان ته رسیدلی وو حمله و شوه .
دامریکا څلویښتو عسکرو او اتو ګاډو ددغه کاروان ساتنه کوله .
طالبانو ادعا وکړه چې په دغه حملې کښې یې ټول څلویښت امریکایان وژلی دی .
.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.