خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1390/01/19 0:0کد خبر: 4914

دپاکستان په مهمندو کښې پنځوس وسله وال کسان وژل شوی

دپاکستان په مهمندو کښې پنځوس وسله وال کسان وژل شوی - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

دپاکستان په قبایلی سیمو کښې په جګړو کښې پنځوس کسان وژل شوی . زمونږ خبریال وای دپاکستان مسولانو نن وویل چې په مهمندو قبایلی سیمه کښې چې دالقاعده او طالبانو دترهګرو فعالیتونو ستر مرکز دی په جګړو کښې څلور حکومتی عسکر او پنځوس وسله وال کسان وژل شوی . دپاکستان دمهمندو قبایلی سیمې یوه ځای حکومتی مسول مقصود حسن وویل وسله والو کسانو پرون په بایزئ سیمه کښې دځای حکومتی عسکرو په یوې ګزمې حمله وکړه چې دډزو دتبادلې سبب شوه او پکښې څلور حکومتی عسکر او لس وسله وال ترهګر و وژل شول . هغه و ویل نن دمهمند قبایلی سیمې په بیلابیلو سیمو کښې دوسله والو طالبانو او القاعده غړیو په پټنځایونو په یوې هوای حملې کښې څلویښت وسله وال طالبان ووژل شول . دغه راز دپاکستان په شمالی وزیرستان کښې هم چې دالقاعده او طالبانو دورانکارو فعالیتونو ستر مرکز دی طالبانو ډلې درې قبایل په دې تور چې امریکا ته یې جاسوسۍ کوله وژلی . دوه مړی چې په ډزو ویشتل شوی دمیرانشاه په خوا کښې په پیر کلی کښې موندل شوی او بل مړی په میرعلی کښې یوه مارکیټ ته نږدې پیدا شوی . په وزیرستان سیمه کښې اکثره وسله وال کسان قبایل امریکا یا دپاکستان عسکرو ته دجاسوسۍ په چټی تور تښتوی او بیا یې وژنی . امریکا روانه اونۍ وسله والو کسانو ته دماتی ورکول لپاره دپاکستان دپوځ په هڅو نیوکه کړی وه. امریکا دپاکستان ناکراره قبایلی سیمې چې دافغانستان سرحدونو ته نږدې پرتې دی او دپاکستان دحکومت سم کنټرول پکښې نشته دالقاعده ترهګرۍ ډلې نړیوال مرکز او د دنیا ترټولو خطرناکې سیمې ګڼلی دی . دغه راز امریکا په تیرې سې شنبې ورځ په یوه راپور کښې وویل چې روان کال دپاکستان په سرحدی سیمو کښې حالات ډیر خراب شوی او زیاته کړی یې ده چې پاکستان په وسله و الو کسانو دبریالیتوب روښانه لاره نلری . دامریکا مسولان په پاکستان دباو اچوی چې په شمال وزیرستان کښې عملیات وکړی .
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.