خبرگزاری افغان ایرکا | Afghan Irca News Agency
تاریخ انتشار: 1390/01/22 0:0کد خبر: 4950

دافغانستان داستراتیژیکو روابطو سند، د پارلمان له خبرتیا پرته د برابریدا په حال کې دی

دافغانستان داستراتیژیکو روابطو سند، د پارلمان له خبرتیا پرته د برابریدا په حال کې دی - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 3 دقیقه

زمونږ خبریال راپورراکړ، ځینې را پورونه رسیدلی چې ښیی، د افغانستان دملی امنیت شورا، د ولسمشر د مرستیالانو او د ملی امنیت د سلاکار دادفر رنګین سپنتا او د یو شمیر کارپیژاندو په شتون ،په یوې غونډې کې ترسره شوه، فیصله شوې چې باید د ملی ګټو او دخلکو موافقې ته په پام سره په دوه ورځو کې د افغانستان او امریکا د استراتیژیکو روابطو په اړه یو سند برابرشی. پښتو را ډیو هم د دې حیاتی سند په اړه د ولسی جرګې له غړی سید استحق ګلانی څخه معلومات وغوښتل چې هغه په ځواب کې وویل، د پارلمان غړی په دې اړه خبرنلری، او پارلمان په دې اړ ه هیڅ خبر نلری. هغه زیاته کړه یواځې په دې اړه دپارلمان غړی نه دی بې اهمته شوی، بلکه تر دې وړاندې هم ،د بوش د حکومت په وخت، افغان ولسمشر ښاغلی حامد کرزی، او دهغه تر منځ تړونونه شوی وو چې پارلمان ترې خبر نه وو. همداراز له ا مریکا سره دستراتیژیکو راوبطو او په افغانستان کې دا مریکا د دایمی پوځی ا ډو په اړه تیر کال تود بحث روان وو، خو تر اوسه پورې دغه موضوع هم پارلمان ته ن ده وړاندې شوې. هغه زیاته کړه، دغه مسله د ومره مهمه او حیاتی ده چې حتی د پارلمان له صلاحیته هم وچته ده او با ید په دې اړه لویه جرګه وبلل شی او په اړه یې هلته فیصله وشی، چې ا فغانستان د کوم میکانیزم اوشرایطو په اساس باید د غه سند لاسلیک کړی. ښاغلی ګیلانی زیاته کړه په خواشنۍ سره په افغانستان کې دیموکراسی لوبې کیږی ، او د پارلمان غړ یو ته هیڅ ارزښت نه دی قایل. که د استراتیژیکو روابطو سند د پارلمان او دلویې جرګې له فیصلې پرته برابره او له امریکا سره د تړون لاسلیک شی چې د افغانستان ملی ګټې په نظرکې ونه نیول شی، نو داسې سند، د افغانستان د ملت له نظره هیڅ ارزښت نلری . هغه همداراز د لویدیځ دیموکراسۍ چې ا مریکا یې هم غوښتونکې ده، وویل، داسې دیموکراسی، چې پکې د خلکو اسلامی ارزښتونه او دودونه په نظې کې ونه نیول شی، هیڅکله به دمنلو موړ نه وی، او د لویدیځ دیموکراسی چې بې بندوباره آزادی غواړی، د افغانستان د خلکو له ارزښتونو او اسلامی تعالیمو سره په ټکر کې ده. ښاغلی ګیلانی افغان حکومت ته په خبرداری سره زیاته کړه، له ا مریکا سره د ستراتیژیکو راوبطو په اړه باید د پارلمان او لویه جرګې په مشورې سره وشی. په غیر له دې به هر ډول فیصله ، د افغانستان د خلکو د غصې سبب شی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه

تگ‌ها:

نظرات مخاطبان