زمونږ خبریال راپورراکړ، ځینې را پورونه رسیدلی چې ښیی، د افغانستان دملی امنیت شورا، د ولسمشر د مرستیالانو او د ملی امنیت د سلاکار دادفر رنګین سپنتا او د یو شمیر کارپیژاندو په شتون ،په یوې غونډې کې ترسره شوه، فیصله شوې چې باید د ملی ګټو او دخلکو موافقې ته په پام سره په دوه ورځو کې د افغانستان او امریکا د استراتیژیکو روابطو په اړه یو سند برابرشی.
پښتو را ډیو هم د دې حیاتی سند په اړه د ولسی جرګې له غړی سید استحق ګلانی څخه معلومات وغوښتل چې هغه په ځواب کې وویل، د پارلمان غړی په دې اړه خبرنلری، او پارلمان په دې اړ ه هیڅ خبر نلری.
هغه زیاته کړه یواځې په دې اړه دپارلمان غړی نه دی بې اهمته شوی، بلکه تر دې وړاندې هم ،د بوش د حکومت په وخت، افغان ولسمشر ښاغلی حامد کرزی، او دهغه تر منځ تړونونه شوی وو چې پارلمان ترې خبر نه وو.
همداراز له ا مریکا سره دستراتیژیکو راوبطو او په افغانستان کې دا مریکا د دایمی پوځی ا ډو په اړه تیر کال تود بحث روان وو، خو تر اوسه پورې دغه موضوع هم پارلمان ته ن ده وړاندې شوې.
هغه زیاته کړه، دغه مسله د ومره مهمه او حیاتی ده چې حتی د پارلمان له صلاحیته هم وچته ده او با ید په دې اړه لویه جرګه وبلل شی او په اړه یې هلته فیصله وشی، چې ا فغانستان د کوم میکانیزم اوشرایطو په اساس باید د غه سند لاسلیک کړی.
ښاغلی ګیلانی زیاته کړه په خواشنۍ سره په افغانستان کې دیموکراسی لوبې کیږی ، او د پارلمان غړ یو ته هیڅ ارزښت نه دی قایل.
که د استراتیژیکو روابطو سند د پارلمان او دلویې جرګې له فیصلې پرته برابره او له امریکا سره د تړون لاسلیک شی چې د افغانستان ملی ګټې په نظرکې ونه نیول شی، نو داسې سند، د افغانستان د ملت له نظره هیڅ ارزښت نلری .
هغه همداراز د لویدیځ دیموکراسۍ چې ا مریکا یې هم غوښتونکې ده، وویل، داسې دیموکراسی، چې پکې د خلکو اسلامی ارزښتونه او دودونه په نظې کې ونه نیول شی، هیڅکله به دمنلو موړ نه وی، او د لویدیځ دیموکراسی چې بې بندوباره آزادی غواړی، د افغانستان د خلکو له ارزښتونو او اسلامی تعالیمو سره په ټکر کې ده.
ښاغلی ګیلانی افغان حکومت ته په خبرداری سره زیاته کړه، له ا مریکا سره د ستراتیژیکو راوبطو په اړه باید د پارلمان او لویه جرګې په مشورې سره وشی.
په غیر له دې به هر ډول فیصله ، د افغانستان د خلکو د غصې سبب شی.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
تگها: