خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1390/01/24 0:0کد خبر: 4982

د افغانستان د نیواک پر دوام د امریکا ټینګار

د افغانستان د نیواک پر دوام د امریکا ټینګار  - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 3 دقیقه

په پاکستان کې د امریکا سفیر د واشنګټن - اسلام اباد لا ډېرې ملګرتیا ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې امریکایی عسکر په 2014 میلادی کال کې له افغانستانه نه وځی. کامرون مانټر د اسلام اباد د سټراټژیکو مطالعاتو په موسسه کې په خپلو خبرو کې ددې په اعلانولو سره چې 2014 میلادی کال له افغانستانه د امریکایی عسکرو وتلو کال نه دی، ټینګار یې وکړ چې ښایی ددې هېواد په اړه د امریکا په ژمنو کې بدلون راشی او واشنګټن د غیر پوځی کسانو شتون ته اهمیت ورکړی. نوموړی ادعا وکړه چې امریکایی عسکر د امن او با ثباته افغانستان د رامنځ ته کولو لپاره پر کارونو لګیادی او له 2014 کال وروسته به هم په افغانستان کې شتون ولری. دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې ده چې د روان میلادی کال له منځنیو به د اوو سیمو د امنیت خوندیتوب افغان عسکرو ته وسپارل شی او دغه بهیر به تر 2014 کال پورې افغان ځواکونو ته د ټول افغانستان د امنیت سپارلو لامل شی. د سیاسی کارپوهانو د لیدتوګې له مخې په پاکستان کې د امریکا د سفیر څرګندونې ددې ښودنه کوی چې امریکا هماغه راز د افغانستان د نیواک دوام په لټه کې ده او نیت نه لری چې ددغه هېواد چارې د افغانستان دولت او خلکو ته وسپاری. امریکا یوازې د افغانستان د نیواک ددوام د توجیه کولو په لټه کې ده او په همدې لړ کې غواړی چې ددغه هېواد پر دولت امنیتی تړون ورو تپی چې داسې وښیی چې د افغانستان د نیواک دوام ددغه هېواد دولت د غوښتنو له مخې دی. له همدې امله د امریکا او افغانستان د امنیتی تړون موضوع په دې هېواد کې له پراخو مخالفتونو سره مخ ده او د روسیې په شمول د سیمې هېوادونه هم له دې تړون سره مخالف دی او په دې باور دی چې امریکا د افغانستان د نوی ښکیلاک په لټه کې ده. د امریکا د پوځی او سیاسی چارواکو ضد او نقیضې څرګندونې چې ددې هېواد د پوځی شتون ددوام په اړه هم ددې ښودنه کوی چې هغوی د افغانستان د نیواک ددوام په توجیه کولو پسې دی. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان خلکو په وروستیو ورځو کې د پراخو لاریونونو په کولو سره په افغانستان کې د امریکایی عسکرو د جنایتونو د غندلو ترڅنک د امریکا او ناټو له خوا دخپل هېواد د نیواک د پای ته رسېدو غوښتوونکی شول. د سیاسی کارپوهانو په باور، له سمنګان ولایت څخه د سویډن او فنلنډ هېوادونو د عسکرو ایستل نیواکګرو ته نوی خبرداری دی چې د افغانستان د نیواک دوام به د نه اټکل وړ پایلې ولری. ځکه د 19 پېړۍ په وروستیو کې له بریتانوی او د شلمې پېړۍ په وروستیو کې د شوروی د سره پوځ پر وړاندې د افغانستان د خلکو د مبارزې مخینه د نیواک ګرانو لپاره عبرت دی. نو ځکه د افغانستان خلک تمه لری چې د 2014 میلادی کال په پای کې بهرنی عسکر د افغانستان نیواک پای ته ورسوی او له دې زیات د افغانستان خپلواکی او ملی واکمنی تر پښو لاندې نه کړی او د افغانستان د بې ګناه خلکو وژله پای ته ورسوی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.