خبرگزاری افغان ایرکا | Afghan Irca News Agency
تاریخ انتشار: 1390/01/27 0:0کد خبر: 5010

د پاکستان لومړی وزیر او افغان ولسمشر نن په کابل کې سره خبرې اترې وکړې

د پاکستان لومړی وزیر او افغان ولسمشر نن په کابل کې سره خبرې اترې وکړې  - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه

د پاکستان لومړى وزیر سیدیوسف رضاګیلانی نن کابل ته په یوه رسمی سفر ورغلې چې تر اوسه یې له ولسمشر حامد کرزی سره پر بېلابېلو مسالو خبرې کړی دی. په کابل کې د پاکستان سفارت خبریالانو ته وویل، چې افغان ولسمشر حامد کرزی او د پاکستان لومړی وزیر سیدیوسف رضاګیلانی د دواړو هېوادونو پر امنیت او یو شمېر نورو مسالو خبرې وکړې. تمه کېږی، چې یوسف رضا ګیلانی او ولسمشر حامدکرزى لږ وروسته د خبریالانو پروړاندې د یوه خبری کنفرانس ورکولو په موخه راڅرګند شی او د هغو مسالو په اړه خبریالانو ته معلومات ورکړی، چې دوى پرې په خپلو منځو کې خبرې کړې دی. له سیدیوسف رضا ګیلانی سره په دې سفر کې چې د افغان ولسمشر حامد کرزی په بلنه تر سره کېږی، د پاکستان د کابینې یو شمېر غړی او د دې هېواد د استخباراتو مشر احمدشجاع پاشا هم ملتیا کوی
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه

تگ‌ها:

نظرات مخاطبان