خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
پر ملی دفاع وزارت ځانمرګى برید

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
یو ځانمرګى بریدګر نن شاوخوا 12 بجې د ملی دفاع وزارت ودانۍ ته ننوتو او پر سرتېرو یې د سپکو وسلو برید وکړ، چې په پایله کې یې دوه تنه وژل شوی او 7 نور ټپیان دی، دا چې دغه وژل شوی او ټپیان څوک دی په اړه یې لا معلومات نشته.
د یاد وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمی رسنیو ته ویلی، چې دغه ځانمرګى بریدګر د ملی اردو له جامو او کارت څخه په ګټې ملی دفاع وزارت ته ننوتى و.
نوموړی زیاته کړې، چې اوس سیمه د دوى تر کنټرول لاندې ده او بریدګر مخکې له دې چې ځانمرګى برید ترسره کړی د ملی اردو د سرتېرو لخوا ووژل شو.
تر اوسه په دې اړه وسله والو مخالفینو څه نه دی ویلی.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.