خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
دپاکستان دبشری حقوقو موسسې مشر دطالبانو جنایتونه وغندل

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
دپاکستان دبشری حقوقو موسسې مشر په پاره چنار شیعه میشته قبایلی سیمه کښې دطالبانو جنایتونه په سخته وغندل .
دپاکستان له پلازمینې اسلام اباد څخه زمونږ خبریال وای دپاکستان دمشرانو جرګې غړی سیناتور اقبال حیدر چې دناروغۍ په وجه ونه توانید په اسلام اباد کښې دپاره چنار سیمې دخلکو په ټول کښې حاضر شی چې دوه ورځې کیږی لوږ تړ یې پیل کړی دی خو دپاره چنار له مظلومو خلکو سره یې خپله خواخوږی اعلان کړه .
دپاکستان دمشرانو جرګې دغه غړی دپاره چنار سیمې لوږ تړ کونکو ته په پیغام کښې دبخښنې غوښتلو په ترڅ کښې ویل زه ډیر شرمنده یم چې تراوسه نه یم توانیدلی چې په پاره چنار کښې دطالبانو دجنایتونو په وړاندې خپل غږ پورته کړم .
هغه په عین حال کښې دپاکستان دحکومت په بې پامۍ سخته نیوکه وکړه او دپاکستان له حکومت او نړیوالو ټولنو یې وغوښتل چې دپاه چنار دغمیزو او جنایتونو په اړه خپل حساسیت و ښیی او خپله دنده ترسره کړی .
دویلوده چې څلور کاله کیږی چې دپاکستان دپاره چنار سیمې په خلکو لاره بنده کړې شوی ده او خلکو ته خوراکی مواد ، دوایانې او نور دضروت شیان ته ورځی .
طالبانو ، القاعده او حقانی ترهګرو ډلو له سپاه صحابه او لشکر جنګوی ډلو سره یوځاې دکرمې ایجنسۍ دطوری قوم وژله پیل کړی ده چې تراوسه یې په لارو کښې په ګاډو حملو سره په لسګونو کسان تښتولی او بیا یې دهغوې سرونه ، پښې او لاسونه غوڅ کړی دی .
طالبانوپه افغانستان او پاکستان کښې داسې جنایتونه کړی او کوی یې چې اسلام یې سخت بدنام کړی دی .
دپاکستان دپښتو یوه ستر مشر او پخوانی فیډرال وزیر افضل خان لاله ویلی دی چې طالبان او القاعده ترهګرې ډلې مذهب نلری او هغوې دانسانسیت دښمانان دی .
دغه راز دپاکستان یوه خبریال چې غوښتل نوم یې ونه ښودل شی وویل دپاکستان جاسوسۍ ادارې ایی ایس ایی طالبانو او القاعده ته پوره اجازه ورکړی ده چې هر څه یې خوښ وی ترسره کړی .
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.