خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1390/02/07 0:0کد خبر: 5136

ګډو ځواکونو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکړل شو

ګډو ځواکونو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکړل شو - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

ملی دفاع وزارت لخوا په خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلی، چې نن له غرمې مخکې شاوخوا یوولسو بجې د هوایی قول اردو یو افسر پر بهرنیو ځواکونو ډزې کړی، چې له کبله یې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې. سرچینې زیاته کړې، چې دغه نښته ورسته له هغې رامنځته شوه، چې د هوایی قول اردو د یوه افسر، چې پیلوټ هم دى او بهرنیو ځواکونو ترمنځ لفظی شخړې رامنځته شوه. ایساف ځواکونو هم د پېښې پخلى کړى او زیاته کړې یې ده، چې نن له غرمې مخکې په هوایی قول اردو کې د دوى پر سرتېرو ډزې شوی، چې له کبله یې د دوى یو شمېر سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې. سرچینې په دې اړه نور معلومات نه دی ورکړی او نه یې هم سرتېرو ته د اوښتې مرګ ژوبلې کره شمېره په ډاګه کړې. بلخوا طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د پېښې پړه پرغاړه اخیستې او ویلی یې دی، چې د دوى یو ملګرى د کابل هوایی قول اردو ته ننوتى او هلته یې پر بهرنیو او کورنیو عسکرو ډزې کړی، چې له کبله یې 9 بهرنی او 5 کورنی سرتیری وژل شوی او ګڼ شمېر نور ټپیان دی. مجاهد زیاته کړې، چې بریدګر ملګرى یې عزیز الله نومېده او دغه برید یې له پوځی یونیفورم څخه په ګټې د د سپکې وسلې پر مټ کړى، چې د مرمیو د خلاصون له کبله کې خپله هم ووژل شو. باید وویل شی، چې د وسله والو طالبانو د دغې ادعا پخلى لا نه دى شوى. د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې پر امنیتی مرکزونو په ورته بریدونو کې ډېروالى راغلى. څو ورځې مخکې د ملی دفاع وزارت ودانۍ ته هم یو تن وسله وال طالب ننوتى و، چې د څو کسانو له وژلو او ټپی کولو وروسته پخپله هم ووژل شو.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.