بېرته
ګډو ځواکونو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکړل شو
د خپرېدو نېټه: 1390/02/07 0:0د خبر شمېره: 5136سرچینه: ایرکا خبری آژانس

ملی دفاع وزارت لخوا په خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلی، چې نن له غرمې مخکې شاوخوا یوولسو بجې د هوایی قول اردو یو افسر پر بهرنیو ځواکونو ډزې کړی، چې له کبله یې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
سرچینې زیاته کړې، چې دغه نښته ورسته له هغې رامنځته شوه، چې د هوایی قول اردو د یوه افسر، چې پیلوټ هم دى او بهرنیو ځواکونو ترمنځ لفظی شخړې رامنځته شوه.
ایساف ځواکونو هم د پېښې پخلى کړى او زیاته کړې یې ده، چې نن له غرمې مخکې په هوایی قول اردو کې د دوى پر سرتېرو ډزې شوی، چې له کبله یې د دوى یو شمېر سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې.
سرچینې په دې اړه نور معلومات نه دی ورکړی او نه یې هم سرتېرو ته د اوښتې مرګ ژوبلې کره شمېره په ډاګه کړې.
بلخوا طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د پېښې پړه پرغاړه اخیستې او ویلی یې دی، چې د دوى یو ملګرى د کابل هوایی قول اردو ته ننوتى او هلته یې پر بهرنیو او کورنیو عسکرو ډزې کړی، چې له کبله یې 9 بهرنی او 5 کورنی سرتیری وژل شوی او ګڼ شمېر نور ټپیان دی.
مجاهد زیاته کړې، چې بریدګر ملګرى یې عزیز الله نومېده او دغه برید یې له پوځی یونیفورم څخه په ګټې د د سپکې وسلې پر مټ کړى، چې د مرمیو د خلاصون له کبله کې خپله هم ووژل شو.
باید وویل شی، چې د وسله والو طالبانو د دغې ادعا پخلى لا نه دى شوى.
د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې پر امنیتی مرکزونو په ورته بریدونو کې ډېروالى راغلى.
څو ورځې مخکې د ملی دفاع وزارت ودانۍ ته هم یو تن وسله وال طالب ننوتى و، چې د څو کسانو له وژلو او ټپی کولو وروسته پخپله هم ووژل شو.