د کندهار په سرپوزه سیمه کې ددې ولایت د لوى زندان څخه د بندیانو د تیښتې په اړه د ګډ هییت پلټنې تر اوسه هم روانې دی او په لړ کې یې یو شمېر نظامی کسان هم نیول شوی دی.
د افغانستان دلوی څارنوالۍ د نظامی تحقیق دمشر جنرال یوسف خان په مشرۍ د کابل څخه د ګډو نظامی او ملکی ارګانونو د راغلی پلاوی غړی تر اوسه هم پلټنې کوی تر څو معلومه کړی سچې، څه ډول د کندهار زندان څخه په زیات شمېر بندیان د مځکنی تونل له لاری ووتل.
کندهار والی پوهنوال ډاکټر توریالی ویسا نن غرمه مهال د لوى محبس په سیمه کې خبریالانو ته وویل چې تر اوسه هم پلټنې دوام لری او بشپړی شوی نه دی خو دى یوازی دومره ویلاى شی چې ددې څو ورځو په لړ کې د کندهار یو شمېر نظامی چارواکی هم د پوښتنو ګروېږنو لپاره نیول شوی دی.
هغه وویل چې، د افغانستان د اساسی قانون سره سم تر هغو چې ددغې ډلې کسانو جرم نه وی ثابت شوى نه شی کولاى نومونه او پېژندګلوی یې د رسنیو په اختیار کی ورکړی.
والی خبریالانو ته وویل هر څوک چې غواړی په دې اړه لا زیات معلومات ترلاسه کړی کولاى شی د افغانستان د لویې څارنوالۍ سره اړیکه ونیسی او بشپړ معلومات ترلاسه کړی.
دا په داسې حال کې ده چې ، سرپوزی له زندان څخه خوا او شا پنځه سوه بندیان په تیښته بریالی شوی وو ، چې نژدې 80 تنه یې بیرته د امنیتی ځواکونو لخوا نیول شوی دی .
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
تگها: