خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
جمهور رئیس کرزی: طالبان باید د بن لادن له وژل کېدو عبرت واخلی
زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
جمهور رئیس کرزی نن د اسامه بن لادن تر وژل کېدو وروسته په یوه خبری ناستې کې پر وسله والو طالبانو غږ وکړ، چې د بن لادن تر وژل کېدو وروسته دې له جنګه لاس واخلی.
جمهور رئیس کرزی وویل، طالبان باید د بن لادن له وژل کېدو درس او عبرت واخلی.
کرزی د بن لادن په وژنه کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو عملیات، چې د خیبر پښتونخوا په ایبټ اباد ښار کې یې وکړل، ډېر مهم او ارزښتمن وبلل.
کرزی زیاته کړه، چې د پاکستان په خاوره کې د بن لادن وژل کېدو دا ثابته کړه، چې د ترهګرو ځالې په افغانستان کې نه بلکې په نورو هېوادونو کې دی، چې نړیوالو باید په تېرو لسو کلونو کې ورته پام کړى واى.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.