ولسی جرګې بلاخره له دوه ځلې ردېدو وروسته د رایو په اکثریت د روان کال کلنۍ بودیجه تصویب کړه.
د ولسی جرګې د مالی او بودیجوی چارو د کمېسیون مشر امیرخان وویل، چې جرګې ته د مالیې وزارت لخوا 224 میلیارده افغانۍ ځانګړی کول د دوى او د جرګې د اکثرو کمېسیونونو د غړو موافقه ترلاسه کړه.
نوموړی زیاته کړه، چې په دغه بودیجه کې دغه بودیجه 187 میلیارده افغانۍ زیاتوالى راغلى دى.
دغې بودیجې د ولسی جرګې د 150 حاضرو غړو له جملې څخه د 109 وکیلانو رایه خپله کړه.
د یادولو وړ ده، چې ولسی جرګې د روان کال د وری په اتمه او دوه ویشتمه دوه ځلې د حکومت لخوا ملی بودیجه په کې د یو شمېر ځانګړو نیمګړتیاوو له امله رد کړه، چې د ردېدو یو شمېر لاملونه کابلبانک ته د تیرکال د سقوط پرمهال د 912 میلیونو ډالرو د ورکول و، ولایتونو ته نا انډوله بودیجه په نظر کې نیول، دفقر او بیکارۍ او د ملی پروژو پلی کولو ته په دغه بودیجه کې ځاى نه ورکول و.
باید وویل شی، چې مالیې وزارت د روان کال له بودیجې څخه 73 میلیونه امریکایی ډالره، چې پخوا یې کابلبانک ته ځانګړی کړی وو له دغې بودیجې څخه حذف کړل.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
تگها: