خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1390/02/17 0:0کد خبر: 5258

القاعده د خپل مشر وژل تایید او د غچ اخیستو ګواښ یې وکړ

القاعده د خپل مشر وژل تایید او د غچ اخیستو ګواښ یې وکړ - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه

القاعده شبکې د خپل مشر اسامه بن لادن د وژل کېدو خبر تایید کړ او ګواښ یې وکړ، چې په لوېدیځو هېوادونو به بریدونه وکړی. د انصارالمجاهدین په نوم د القاعده شبکې ویبپاڼې د غویی په 16مه د اسامه بن لادن د وژل کېدو د خبر پخلى کړى او له امریکایانو یې غوښتی، چې د اسامه د مړی سپکاوى ونه کړی او د هغه د کورنۍ مړی او ژوندی نیول شوی غړی دې په سعودی کې خپلې کورنۍ ته وسپاری. په ویبپاڼه کې لیکل شوی: هغه کسان به له منځه یوسو، چې له امریکایانو سره یې د اسامه بن لادن په وژلو کې همکاری کړې او هم به په لوېدیځو هېوادونو کې پراخ بریدونه ترسره کړو. سرچینه لیکی، چې اسامه تر وژل کېدو مخکې یو صوتی پیغام پرېیښى وو، چې په نږدې راتلونکې کې به یې خپور کړی. د امریکا ولسمشر بارک اوباما د غویی په 12مه په رسمی توګه د القاعدې د مشر اسامه بن لادن د وژل کېدو اعلان وکړ. د اسامه د وژل کېدو تر خبر څو ساعته وروسته د سپینې ماڼۍ یوه ویاند رسنیو ته وویل، چې د اسامه بن لادن مړی ته یې له اسلامی اصولو سره سم غسل او کفن ورکړ او وروسته بحیره عرب ته ورغورځاوه.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.