بېرته
القاعده د خپل مشر وژل تایید او د غچ اخیستو ګواښ یې وکړ
د خپرېدو نېټه: 1390/02/17 0:0د خبر شمېره: 5258سرچینه: ایرکا خبری آژانس

القاعده شبکې د خپل مشر اسامه بن لادن د وژل کېدو خبر تایید کړ او ګواښ یې وکړ، چې په لوېدیځو هېوادونو به بریدونه وکړی.
د انصارالمجاهدین په نوم د القاعده شبکې ویبپاڼې د غویی په 16مه د اسامه بن لادن د وژل کېدو د خبر پخلى کړى او له امریکایانو یې غوښتی، چې د اسامه د مړی سپکاوى ونه کړی او د هغه د کورنۍ مړی او ژوندی نیول شوی غړی دې په سعودی کې خپلې کورنۍ ته وسپاری.
په ویبپاڼه کې لیکل شوی: هغه کسان به له منځه یوسو، چې له امریکایانو سره یې د اسامه بن لادن په وژلو کې همکاری کړې او هم به په لوېدیځو هېوادونو کې پراخ بریدونه ترسره کړو.
سرچینه لیکی، چې اسامه تر وژل کېدو مخکې یو صوتی پیغام پرېیښى وو، چې په نږدې راتلونکې کې به یې خپور کړی.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما د غویی په 12مه په رسمی توګه د القاعدې د مشر اسامه بن لادن د وژل کېدو اعلان وکړ.
د اسامه د وژل کېدو تر خبر څو ساعته وروسته د سپینې ماڼۍ یوه ویاند رسنیو ته وویل، چې د اسامه بن لادن مړی ته یې له اسلامی اصولو سره سم غسل او کفن ورکړ او وروسته بحیره عرب ته ورغورځاوه.