خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1390/02/17 0:0کد خبر: 5260

د افغانستان طالبانو د اسامه وژل کېدل تایید کړل

د افغانستان طالبانو د اسامه وژل کېدل تایید کړل - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د افغانستان د وسلوالو طالبانو ډلې د القاعدې د مشر اسامه د وژل کېدو د تایید ترڅنګ ویلی، چې دغه پېښه به د دوى روحیه کمزورې نه کړی. اسامه بن لادن تېرې اونۍ د یکشنبې پر شپه د ځانګړیو امریکایی ځواکونو له خوا د پاکستان په ایبټ اباد ښار کې ووژل شو. د وسلوالو طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد تېره اونۍ ویلی وو، چې دمګړۍ دوى د اسامه وژل کېدل نه شی تاییدولى، ځکه چې د ده په وینا، د اسامه کورنۍ، ډلې او ازادو سرچینو د هغه وژنه نه ده تایید کړې. خو وروسته له هغه، چې تېره ورځ د القاعده ډلې د خپل مشر اسامه بن لادن وژل کېدل تایید کړل، نو د افغانستان وسلوالو طالبانو هم دیوې خبرپاڼې په خپرولو دغه پېښه تایید کړه. دغه خبرپاڼه، چې یوه کاپی یې د غویی په 17مه پژواک خبری اژانس ته رالېږل شوې، اسامه په کې د ستر شهید په نوم یاد شوى دى. د وسلوالو طالبانو په دې خبرپاڼه کې راغلی، چې دوى د اسامه پر وژل کېدو سخت خواشینی شوی او د هغه کورنۍ، لارویانو او ټولو مبارزینو ته تسلیت وړاندې کوی. طالبانو ویلی، چې اسامه د شوروی یرغل پر خلاف له افغانانو سره څنګ پر څنګ په پوره اخلاص او شجاعت په جهاد کې برخه اخیستې او په دې لاره کې یې نه هېردونکې قربانۍ ورکړې دی. وسلوالو طالبانو ویلی، چې د اسامه بن لادن له وژل کېدو سره به د غرب او امریکا پر ضد د دوى مبارزه او روحیه کمزورې نه شی او د یوه تن له وژل کېدو وروسته به دې لارې ته نور کسان راودانګی. په خبرپاڼه کې راغلی: ((طالبان پر دې باور لری، چې په اوسنی حساس پړاو کې د اسامه وژل کېدل به د بهرنیو ځواکونو پر ضد روانې مبارزې ته نوې روحیه وروبخښی.))
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.