خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
کرزی او بان کی مون سره وکتل

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
د ایرکا خبری اژانس د راپور له مخې د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر په یوه بیانیه کښې وویل ددغه هیواد ولسمشر حامد کرزی چې د کم مخ پر وده هیوادونو په څلورمه غونډه کښې د ګډون لپاره ترکی ته تللی دی بیګا په استانبول کښې د ملګرو ملتو له سرمنشی بان کی مون سره د القاعدی د مشر اسامه بن لادن له وژلو وروسته د سیمې په روانو حالاتو غږیدلی دی .
د ملګرو ملتو سرمنشی په دغه کتنه کې د افغانانو په مشرۍ په افغانستان کښې د سولې له بهیره د ملګرو ملتو په ملاتړ زور واچاوه .
په کتنه کښې د افغانستان په مزارشریف کښې د ملګرو ملتو په دفتر د حملې ، افغان ځواکونو ته له بهرنیانو د آمنیتی مسئولیتونو د سپارلو ، او له طالبانوسره د خبرو اترو او په ترکیه کښې د طالبانو د سیاسی دفتر د پرانیستلو په کله خبرې اترې شوی دی .
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.