خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1390/02/20 0:0کد خبر: 5292

د نورستان پر مرکز پارون د 400 وسله والو طالبانو برید

د نورستان پر مرکز پارون د 400 وسله والو طالبانو برید - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 3 دقیقه

د نورستان چارواکی وایې چې د دې ولایت د مرګز پارون 18 کیلومترۍ چتراس سیمه کې یې پر امنیتی پوستو400 وسله والو طالبانو برید کړى او درې پولیس یې ټپیان کړی دی. د نورستان والی جمال الدین بدر کلید سره د یوې ځانګړې مرکې پرمهال وویل، چې د کورنیو او بهرنیو طالبانو یوې سترې ډلې له وایګل سره پر لاره پرتو جګو سیمو ته سپکی او درنې وسلې پورته کړی دی او دولتی غاړه یې تر برید لاندی نیولې. ښاغلی بدر د دې په خوا کې، چې د خپلو کمو وسایلو او امکاناتو یادونه کوی دا هم وایی، چې دنښتی ځاى ته یې امنیتی سرتیری استولی، چې وسله وال طالبان شاتک ته اړ کړی. په همدې حال کې د دې ولایت امنیه قومندان مل پاسوال زاهد نورستانی کلید ته وویل، چې د نښتې سیمې ته د پاکستان د استخباراتی ادارې آى ،ایس ،آى تقاعد شوی افسران هم راغلی، چې په خبره یې له دوى سره د وسله والو د نښتی قومانده د همدوى په لاس کې ده . قومندان زاهد زیاتوی، چې په یادو وسله والو طالبانو کې د لشکرطیبه د ډلې مشر سرلارى ابوعبید هم شامل دى، چې دوى سره په نښته کې مخامخ دی. په نورستان کې د پاکستانیو طالبانو او ورسره د نښتی سیمه کې د پاکستانی استخبارتی ادارې دتقاعد شویو افسرانو شتوالى بیا په ننګرهار کې د پاکستان قونسل توفیق غوری ردوی اووایې چې دا یې پروړاندی تورونه دی. پاکستانى دیپلوماټ وایی، هله به د افغان چارواکو پر شویو دعوو باور وکړی، چې له اسنادو او شواهدو سره یې وړاندې کړی . بلخوا د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له نامعلوم ځاى څخه کلید سره په ټیلفونی خبرو کې وویل، چې د نورستان د مرکز پارون شاواخوا پرتو پوستو باندی بریدونه کړی. مجاهد دعوه کوی، چې په نښته کې یې څلور پولیس وژلی او شپږ نوریې ټپیان کړی دی. د وسله والو طالبانو ویاند د خپلو دوو ملګرو د ټپی کېدا په پخلی سره دا نه منی، چې بهرنی طالبان دې د دوى ملاتړ کوی. باید وایل شی، چې په نورستان کې د بهرنی طالبانو فعالیت کومه نوې خبره نه ده بلکې تر دی وړاندې هم چارواکو د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې د بهرنیو وسله والو طالبانو د فعالیت خبر ورکړى و، چې دوى یې شمېرهماغه مهال هم سلګونه تنه ښودلى و. خو دا ځل د دې ولایت چارواکی په داسې حال کې د دومره زیات شمیر طالبانو د راتګ خبر ورکوی، چې سقوط شوې وانت وایکل ولسوالی یې له نږدی دوو میاشتو راهیسې د وسله والو طالبانو پله منګولوکې ده.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.