خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishپښتو
فارسیEnglishپښتو
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
تاریخ انتشار: 1390/02/22 0:0کد خبر: 5312

کندهار والی او نظامی شورا د ریېس په مشرۍ اوونیزه امنیتی غونډه جوړه شوه

کندهار والی او نظامی شورا د ریېس په مشرۍ اوونیزه امنیتی غونډه جوړه شوه  - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

دکندهار امنیتی اوونیزه غونډه جوړه شوه چې پکې ددی ولایت والی ، د امنیت امر او سرپرست امنیه قومندان، نظامی څارنوال، د افغان ملی اردو د 205 اتل قول اردو مرستیال ، د همدې قول اردو د لمړۍ لواء قومندان ، د یوناما مشر، په پنجوایې او ډنډ ولسوالیو کی د کاناډایې او امریکایې ځواکونو قوماندانانو برخه اخستې وه.. دهغی خبرپاڼی له مخی چې وخت آژانس ته را رسیدلی ده دکندهار والی او د نظامی شورا ریېس توریالی ویسا د غونډی په پیل کې وویل چې د شنبې او یک شنبې د ورځو تروریستی بریدونه چې ملکی او ټولګټی تاسیساتو ته زیان واوښت د مخالفینو د کمزورۍ تر ټولو وروستۍ هڅه وه. دده په وینا امنیتی ځواکونو د یوې ښې همږغۍ په پایله کی وکولاى شواى څو دغه په لویه کچه پلان شوې د سیسه د ډېرو لږو تلفاتو په بدل کې شنډه کړی. دخبرپاڼی په وینا ښاغلی ویسا وویل چې ټول امنیتی ځواکونه باید ددغه ډول بریدونو څخه زدکړه وکړی او تر وروستۍ ګړۍ هڅه وکړی څو په راتلونکی کې ددې ډول هڅو مخه ونیول شی . په کندهار کې دیوناما مشر هم د شنبې او یک شنبې د ورځو په اوږدو کې د امنیتی ځواکونو لخوا ځوابیه عملیات وستایل او زیاته یې کړه چې یاد عملیات د ښې همږغۍ له برکته زیات بریالی وو،مخالفینو او نړیوالی ټولنی ته یې دا وښوودله چې افغان ځواکونه په پوره ډول د مخالفینو د ځپلو وړتیا لری.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

پربازدیدترین‌ها

گزارش

زبان:
فارسیEnglishپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.