خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
داسامه بن لادن زوی دخپل پلار دمړینې دثبوت غوښتنه وکړه

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
دالقاعده دترهګرې ډلې دمشر زوی دخپل پلار د وژلې دسند او ثبوت غوښتنه وکړه .
زمونږ خبریال دپاکستان دجنګ ورځپاڼې داینټرنیټ سایټ په قول راپور ورکړ دالقاعده دترهګرې ډلې دمشر اسامه بن لادن زوی عمر بن لادن دامریکا له حکومته غوښتی که چیرې هغه وژل شوی دی نو سندونه او مدرکونه یې خپاره کړی .
ددغه بیانیې پراساس چې دامریکا یوې ورځپاڼې ته ورکړل شوی ده داسامه بن لادن زوی عمر بن لادن زیاتوی داسامه دجنازې دعسکونو او فیلم نه خپرول ما او زما وړونه نه تسلی کوی چې ایا زمونږ پلار مړ شوی .
پردې اساس مونږ ته باید سندونه وښودل شی چې ډاډمن شو چې زمونږ پلار اسامه ژوندی نه دی .
داپه داسې حال کښې دی چې داسامه بن لادن د دریو میرمنو په قول چې دپاکستان دجاسوسۍ ادارې ایی ایس ایی په کنټرول کښې دی داسامه بن لادن د وژل کیدا په باره کښې خبرونه خپاره شوی .
له بلې خوا له واشنګټن څخه هم خبر رسیدلی داسامه بن لادن له مړینې او وژلې وروسته عکسونه دامریکا دولسی جرګې کانګرس غړیو ته ورښودل شوی .
دغه راپور چې دلویدیځ په خبری اژانسونو کښې خپور شوی وایی دامریکا داوکلوهاما ایالت سیناتور جیم این هوف لومړنۍ امریکایی سیناتور دی چې دغه عسکونه یې لیدلی دی او دعسکونو دښودلو فیصله جاسوسۍ ادارې سی ایی ای کړی وه .
هغه وویل داسامه درې عسکونه په دې ډول دی چې د هغه په پټنځای کښې هغه وخت اخستل شوی چې اسامه ژوندی وو درې نور عسکونه هم دامریکا په یو ایس ویلسن الوتکې کښې داسامه بن لادن دجنازې دښخولو د دستوررو په وخت اخستل شوی .
دامریکا دغه سیناتور داسامه بن لادن په بد\ن دډزو نښې هم تاید کړی دی او دولسی جرګې کانګرس ګوند نورو غړیو هم دغه عسکونه لیدلی دی .
تر هغه وخت چې خلک داسامه بن لادن عسکونه ونه ګوری نو دامریکا دکانګرس لخوا دعسکو په لیدو سره به خلک ډاډمن نشی .
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.