خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
په یمن کښې حکومتی عسکرو شپاړس مظاهره چیان وژلی

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
په یمن کښې حکومتی عسکرو شپاړس مظاهره چیان وژلی .
زمونږ خبریال وای دیمن عینی کتونکو او طبی سرچینو وویل چې دیمن پوځیانو پرون په هغو زرګو مظاهره چیانو چې دولسمشر علی عبدالله صالح دڅنګ ته کیدا غوښتنه یې کوله ډزې وکړې او له کبله یې شپاړس کسان مړه او په سلګونو نور ژوبل شول .
په پلازمینې صنعاکښې په سترې مظاهرې دیمن عسکرو او په ساده جامو کښې وسله والو کسانو دصنعا دپوهنتون له میدان څخه دحکومت دمرکز په لور د روانو مظاهره چیانو دتیت پرک کولو لپاره ډزې وکړې او دولس کسان یې ترې ووژل .
په دوه سوه شپږویشتو ژوبلو کسانو کښې لس کسان په خطرناک حالت کښې دی .
دیمن پولیسو دغه راز دوه نور مظاهره چیان په تغز ښار کښې ووژل او دوه نور یې په دمار ښارګی او حدیده ښارکښې ووژل .
دیمن خلکو ددغه هیواد دیکتاتور پرضد څومیاشتې کیږی سترې مظاهرې پیل کړی دی خو سعودی عربستان ، امریکا او انګلستان دعلی عبدالله صالح په قدرت کښې په پاتې کیدا ټینګار لری او دغه هیوادونه دیمن له دیکتاتور سره مرستې کوی او دخلکو په ځپنې کښې لاس لری .
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.