خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
جان کیری افغان چارواکو سره خبرو لپاره کابل ته راورسېد

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
د امریکا د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر جان کیری کابل ته راغلى او ټاکل شوې ده، چې له افغان چارواکو سره خبری وکړی.
که څه هم د جان کیری د سفر ډېر جزییات لا نه دی په ډاګه شوی، خو نوموړی د القاعدې ډلې د مشر اسامه بن لادن تر وژل کېدا وروسته لومړنی جګپوړی امریکایی چارواکی دی، چې په کابل کې له افغان چارواکو سره خبرې کوی.
رپوټونه وایی، چې سناتور جان کیری به له افغان چارواکو سره له لیدنې وروسته پاکستان ته ولاړ شی.
د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ اړیکې وروسته له هغې ترینګلی شوې، چې د روانې مۍ میاشتې پر لومړۍ ځانګړو امریکایی ځواکونو د پاکستان په ایبټ اباد کې د القاعدې مشر اسامه بن لادن په عملیاتو کې وواژه.
په دې لړ کې په پاکستان کې سخته غوسه راوپارېدله، چې په لړ کې یې د استخباراتو (آی اېس آی) مشر جنرال احمد شجاع پاشا د اسامه بن لادن د وژنې په موخه د امریکا د ځانگړوځواکونو د برید په تړاو له سختو پوښتنو سره له مخامخ کېدو وروسته له دندې د استعفا وړاندیز وکړ ، خو پوځ یې استعفا رد کړه.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.