خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تخار مظاهروکښې12 تنه ووژل شول

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
د ایرکا د راپور له مخې د افغانستان د تخار ولایت د طالقان ښار په سلګونو خلکو نن سهار د بهرنیو عسکرو لخوا د بې ګناه افغان ملکیانو د وژلو په اعتراض کښې مظاهرې وکړی او زر تر زره یې د بهرنیو عسکرو د وتلو غوښتنه وکړه .
مظاهره کوونکو مړه دې وې امریکا ، مړ دې وې اوباما شعارونه ورکول او د افغانستان په بیلا بیلو سیمو کښې یې د امریکایی عسکرو خپل سره او ړندې حملی کلکی وغندلی او ددغو جنایتونو د پای غوښتنه یې وکړه .
دا په روانه اونۍ کښې دوهمی مظاهرې دی چې خلک پکښې له بهرنیو عسکرو خپله کرکه په ډاګه کوی ، له دې مخکې ننګرهار ولایت کښې هم د امریکایی عسکرو لخوا د یوه افغان ځوان له وژل کیدو وروسته اعتراضیه مظاهرې وشوی چې د پولیسو لخوا تاوتریخجنې شوی او اته کسان پکښې مړه او ژوبل شول .
ددغه خبر له مخې بهرنیو عسکرو بیګا طالقان ښار ته نږدې په یوه کلی کښې د شپی مهال عملیات کړی دی چې پکښې د یوه ماشوم او میرمنې په شمول څلور ملکیان وژل شوی ، یو بل ژوبل شوی او یو شمری نور یې نا معلومه ځای ته وړل شوی دی .
په تخار ولایت کښې زیاتره جرمنی ځواکونه پراته دی .
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.