وسله والو طالبانو نن د یوې خبرپاڼې له لارې د خپل مشر ملا محمد عمر د وژل کېدو خبر بې بنسټه وباله.
خبرپاڼې زیاته کړې، چې دا د کابل ادارې او یو شمېر استخباراتی چارواکو لخوا خپره شوې اوازه وه، چې هیڅ بنیاد نه لری.
سرچینې زیاته کړې، چې ملا محمد عمر ژوندى دى او اوس هم د طالبانو رهبری په لاس کې لری.
((دښمن د داسې افواهاتو په خپرولو سره کوشش کوی، چې د بدر په نامه د پیل شویوعملیاتو څپه ټکنۍ کړی، مجاهدینو ته تشویش ایجاد کړی او په دې توګه د مجاهدینو توجه د جهادی امورو نه په بلخوا واړوی او د خپلو مورال بایللو یرغلګرو او کورنیو اجیرو ځواکونو لویدلی مورال راکنترول کړی.))
دغه اوازه نن په کابل کې په رسنیو کې خپره شوه، چې ګواکې د وسله والو طالبانو مشر ملا محمد عمر څه موده وړاندې په پاکستان کې وژل شوى دى.
رسنیو د یوې افغان امنیتی سرچینې، چې نوم یې نه دى اخیستل شوى له خولې لیکلی، چې
د کوټې او شمالی وزیریستان پر لاره وژل شوى دى.
د همدې سرچینې د معلوماتو له مخې د پاکستان استخباراتی ادارې اى اېس اى د خپل پخوانی مشر جنرال حمید ګل په وسیله غوښتل، چې ملا عمر له کویټې څخه شمالی وزیرستان ته انتقال کړی، چې پر لاره د اى اېس اى او سراج الدین حقانی ډلې لخوا ووژل شو.
یادې سرچینې زیاته ویلی وو، چې پاکستان غوښتل ملا عمر د افغانستان پولې ته څېرمه په کومه سیمه کې ووژنی، څو نړیوالو ته وښیی، چې ملا عمر د پاکستان په ښاری سیمو کې نه اوسېده.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا جمهور ریئس بارک اوباما پرون په یوه مرکه کې ویلی وو، چې که پاکستان کې د القاعدې د کوم مشر یا ملا عمر د شتون په اړه معلومات ترلاسه کړی، نو یو ځل بیا به په دغه هېواد کې خپلسری عملیات ترسره کړی.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
تگها: