خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishپښتو
فارسیEnglishپښتو
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
تاریخ انتشار: 1390/03/02 0:0کد خبر: 5429

وسله والو طالبانو د ملا عمر مړینه رد کړه

وسله والو طالبانو د ملا عمر مړینه رد کړه - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

وسله والو طالبانو نن د یوې خبرپاڼې له لارې د خپل مشر ملا محمد عمر د وژل کېدو خبر بې بنسټه وباله. خبرپاڼې زیاته کړې، چې دا د کابل ادارې او یو شمېر استخباراتی چارواکو لخوا خپره شوې اوازه وه، چې هیڅ بنیاد نه لری. سرچینې زیاته کړې، چې ملا محمد عمر ژوندى دى او اوس هم د طالبانو رهبری په لاس کې لری. ((دښمن د داسې افواهاتو په خپرولو سره کوشش کوی، چې د بدر په نامه د پیل شویوعملیاتو څپه ټکنۍ کړی، مجاهدینو ته تشویش ایجاد کړی او په دې توګه د مجاهدینو توجه د جهادی امورو نه په بلخوا واړوی او د خپلو مورال بایللو یرغلګرو او کورنیو اجیرو ځواکونو لویدلی مورال راکنترول کړی.)) دغه اوازه نن په کابل کې په رسنیو کې خپره شوه، چې ګواکې د وسله والو طالبانو مشر ملا محمد عمر څه موده وړاندې په پاکستان کې وژل شوى دى. رسنیو د یوې افغان امنیتی سرچینې، چې نوم یې نه دى اخیستل شوى له خولې لیکلی، چې د کوټې او شمالی وزیریستان پر لاره وژل شوى دى. د همدې سرچینې د معلوماتو له مخې د پاکستان استخباراتی ادارې اى اېس اى د خپل پخوانی مشر جنرال حمید ګل په وسیله غوښتل، چې ملا عمر له کویټې څخه شمالی وزیرستان ته انتقال کړی، چې پر لاره د اى اېس اى او سراج الدین حقانی ډلې لخوا ووژل شو. یادې سرچینې زیاته ویلی وو، چې پاکستان غوښتل ملا عمر د افغانستان پولې ته څېرمه په کومه سیمه کې ووژنی، څو نړیوالو ته وښیی، چې ملا عمر د پاکستان په ښاری سیمو کې نه اوسېده. دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا جمهور ریئس بارک اوباما پرون په یوه مرکه کې ویلی وو، چې که پاکستان کې د القاعدې د کوم مشر یا ملا عمر د شتون په اړه معلومات ترلاسه کړی، نو یو ځل بیا به په دغه هېواد کې خپلسری عملیات ترسره کړی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

پربازدیدترین‌ها

گزارش

زبان:
فارسیEnglishپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.