خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1390/03/03 0:0کد خبر: 5437

نن په تاریخ کې

نن په تاریخ کې  - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 3 دقیقه

نن د نهې ورځ یا سه شنبه، د 1390 لمریز کال د غبرګولی یا جوزا د میاشتې 3مه نېټه ده چې د 1432 سپوږمیز کال د جمادی الثانی میاشتې له 20مې او د 2011 میلادی کال د مې میاشتې له 24مې نېټې سره برابره ده. 1: 1440 کاله وړاندې، له هجرته اته کاله وړاندې، د جمادی الثانی میاشتې په 20مه نېټه، د اسلام د ګران پیغمبر ص قدرمنه لور ، حضرت فاطمه زهرا (س) وزږېده. دغه قدرمنه مېرمن له ماشومتوبه، د وحیې په کور کې د خپل پلار او د اسلام د قدرمن پیغمبر حضرت محمد ص تر لار ښوونې او روزنې لاندې ونیول شوه او د کمال ، علم او فضیلت لوړو درجو او مرتبو ته ورسېده. حضرت فاطمې س د هغه دردونو او زحمتونو په کمولو کې مهم رول درلود چې پیغمبر اکرم ص ته د مشرکینو له خوا رسېدل. حضرت فاطمه س د هجرت په دویم کالو په ساده مراسمو کې د حضرت علی ع سره چې په خپله د حق، عدالت او تقوا بېلګه وه، واده وکړ. د حضرت محمد ص قدرمنه لور، د حضرت علی ع له مېنې او محبت ډک کور کې یې د مېرمنتوب او مور دنده په ډېره ښه توګه ترسره کړه او د امام حسن ع، امام حسین ع او حضرت زینب س په شان ستر او قدرمن انسانان یې په خپله غېږ کې وروزل. په عین حال کې، حضرت فاطمې س د حق له حریمه په دفاع کې د خپلې ټولنیزې دندې په ترسره کولو کې هم وروسته پاتې نه شوه تر دې چې د هجرت په 11 کال د اسلام د پیغمبر ص له رحلت لږ وروسته ، هغه هم په داسې حال کې چې د اسلام له سم بهیره د ټولنې له غړیدو په اندېښنه کې وه، له نړۍ ستر ګې پټې کړې. دا چې حضرت فاطمه زهرا س په ټولو اړخونو کې د نړۍ د مېرمنو بېلګه ګڼل کېږی، د هغه د زږیدنې ورځ په ایران کې د مېرمنې ورځې په توګه نومول شوې ده او په دې ورځ د مېرمنې په ځانګړې توګه مور مقام لمانځل کېږی. تاسوو درنو اورېدوونکو ته د حضرت بی بی فاطمې س د نېکمرغه زوکړې د ورځې دمبارکۍ ترڅنګ، په مسجد نبوی کې د هغه بی بی خبطه را اخلو چې فرمایی: ((خدای ج،ایمان له شرکه ستاسوو د پاکېدو وسیله ګرځولې ده او لمونځ یې له تکبره ستاسوو د پاکېدو وسیله ګرځولې ده، او له موږ اطاعت یې ددین نظام (ددین د ټینګښت)، او زموږ رهبری د تیت پرکوالی د مخنیوی لامل، او زموږ دوستی یې د اسلام ددرنښت وسیله وګرځوله.))
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.