خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
نن په تاریخ کې

زمان تقریبی مطالعه: 3 دقیقه
نن د نهې ورځ یا سه شنبه، د 1390 لمریز کال د غبرګولی یا جوزا د میاشتې 3مه نېټه ده چې د 1432 سپوږمیز کال د جمادی الثانی میاشتې له 20مې او د 2011 میلادی کال د مې میاشتې له 24مې نېټې سره برابره ده.
1:
1440 کاله وړاندې، له هجرته اته کاله وړاندې، د جمادی الثانی میاشتې په 20مه نېټه، د اسلام د ګران پیغمبر ص قدرمنه لور ، حضرت فاطمه زهرا (س) وزږېده.
دغه قدرمنه مېرمن له ماشومتوبه، د وحیې په کور کې د خپل پلار او د اسلام د قدرمن پیغمبر حضرت محمد ص تر لار ښوونې او روزنې لاندې ونیول شوه او د کمال ، علم او فضیلت لوړو درجو او مرتبو ته ورسېده.
حضرت فاطمې س د هغه دردونو او زحمتونو په کمولو کې مهم رول درلود چې پیغمبر اکرم ص ته د مشرکینو له خوا رسېدل.
حضرت فاطمه س د هجرت په دویم کالو په ساده مراسمو کې د حضرت علی ع سره چې په خپله د حق، عدالت او تقوا بېلګه وه، واده وکړ.
د حضرت محمد ص قدرمنه لور، د حضرت علی ع له مېنې او محبت ډک کور کې یې د مېرمنتوب او مور دنده په ډېره ښه توګه ترسره کړه او د امام حسن ع، امام حسین ع او حضرت زینب س په شان ستر او قدرمن انسانان یې په خپله غېږ کې وروزل.
په عین حال کې، حضرت فاطمې س د حق له حریمه په دفاع کې د خپلې ټولنیزې دندې په ترسره کولو کې هم وروسته پاتې نه شوه تر دې چې د هجرت په 11 کال د اسلام د پیغمبر ص له رحلت لږ وروسته ، هغه هم په داسې حال کې چې د اسلام له سم بهیره د ټولنې له غړیدو په اندېښنه کې وه، له نړۍ ستر ګې پټې کړې.
دا چې حضرت فاطمه زهرا س په ټولو اړخونو کې د نړۍ د مېرمنو بېلګه ګڼل کېږی، د هغه د زږیدنې ورځ په ایران کې د مېرمنې ورځې په توګه نومول شوې ده او په دې ورځ د مېرمنې په ځانګړې توګه مور مقام لمانځل کېږی.
تاسوو درنو اورېدوونکو ته د حضرت بی بی فاطمې س د نېکمرغه زوکړې د ورځې دمبارکۍ ترڅنګ، په مسجد نبوی کې د هغه بی بی خبطه را اخلو چې فرمایی:
((خدای ج،ایمان له شرکه ستاسوو د پاکېدو وسیله ګرځولې ده او لمونځ یې له تکبره ستاسوو د پاکېدو وسیله ګرځولې ده، او له موږ اطاعت یې ددین نظام (ددین د ټینګښت)، او زموږ رهبری د تیت پرکوالی د مخنیوی لامل، او زموږ دوستی یې د اسلام ددرنښت وسیله وګرځوله.))
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.