خبرگزاری افغان ایرکا | Afghan Irca News Agency
تاریخ انتشار: 1390/03/09 0:0کد خبر: 5498

اسلام آباد به د واشنګټن یواړخیز اقدامات ونه زغمی

اسلام آباد به د واشنګټن یواړخیز اقدامات ونه زغمی  - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه

زمونږ خبریال له اسلام اباده راپورراکړ دپاکستان لومړی وزیریوسف راضا ګیلانی په لاهورکې دخبریالانو په ټول کې وئیلی د پآ:ستان حکومت اکمریکائی چارواکو ته په ډاګه ویلی چې اسلام اباد نور د واشنګټن له خوا هر ډول یو اړخیز اقداماتن نشی زغملی او دوی باید د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو په باب پخپل سیاست بیا کتنه وکړی . دپاکستان لومړی وزیر دغه راز ووئیل ددغه هیوادایټمی سلاکوټ خوندی دی اودپاکستان د ایټمی تاسیساتو په ضد هر ډول بلا غوښتنه به درنې اوبدې پایلې ولری . د پاکستان لومړی وزیر ددې خبرې په کولو سره چې حکومت ئې هوډ کړی دتر هه ګری جرړې ددغه هیواد له ټولنې پاکې کړی وویل په زرګونو پاکستانیانودترهه ګرۍ له امله خپل ژوندله لاسه ورکړی دی اوترهغه وخته به چې له دغه هیواده ئې ترهه ګری اوترهه ګر له مینځه وړی نه وی په کرار به کې نه نی . دا په داسې حال کې دی چې د پاکستان دسیاسی اوامنیتی چارو کارپوهان په دې اند دی چې کله یوهیواددخپلو پوځی تاسیساتواو مرکزونوساتنه نه شی کولی نو ددغه هیواد ولس به له هغو د خپل ژوند د ساتلو څه تمه ولری
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه

تگ‌ها:

نظرات مخاطبان