خبرگزاری افغان ایرکا | Afghan Irca News Agency
تاریخ انتشار: 1390/03/09 0:0کد خبر: 5502

دافغانستان د تخارچاودنه ځان مرګی برید نه ؤ

دافغانستان د تخارچاودنه ځان مرګی برید نه ؤ  - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه

دافغانستان دملی امینت دادارې ویندوی لطف ا...مشال وویل دتخارولایت وروستۍچاودنه چې دپولیسودلوړپوړی قوماندانانودوژلې سبب شوه ځان مرګی برید نه ؤاوچاودیدونکی مواددتخار دوالایت د ودانې له دروازې سره په خواکې له مخکې په ډیر مهارت سره کیښودل شوی وو چې له لیرې دکنټرولیدو په وسیله والوزل شوی دی . ایرنا خبری آژانس له کابله راپور ورکړ هغه زیاته کړې هغه پلاوی چې له کابله د پلټنې لپاره تخار ته لیږل شوی دی د لومړنیو څیړنو په اساس ویلی دی چې دا حمله ځان مرګی برید نه ؤ . د افغانستان چارواکو له دې مخکې ویلی وو چې دا ځان مرګی برید ؤ . د افغانستان په تخار ولایت کې د شنبې ورځې په چاودنې کې دافغانستان د شمال د پامیر د 303 لمبر کل اردو دپولیسو قوماندان جنرال داؤدسره ددغه ولایت دپولیسو دقوماندان ووژل شو او والی هم سخت ټپی شو . ددغې چاودنې پړه طالبانو په غاړه اخستې ده . په همدا وروستیو کې په درست افغانستان کې د حکومتی او بهرنیو عسکرو په خلاف وسله والې نښتې ډیرې زیاتې شوی دی
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه

تگ‌ها:

نظرات مخاطبان