خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
طالبانو ته به دا اجازه ورنکړی چې خپلو سپیروهدفونو ته ورسیږی

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
د ایرکاخبری اژانس د راپور له مخې د افغانستان د ولسمشر مرستیال محمد قسیم فهیم ددغه هیواد په شمال قندوز ولایت کښې په یوه خبری غونډه کې وویل طالبانو ته به دا اجازه ورنکړی چې خپلو سپیرو او غیرانسانی هدفونو ته ورسیږی .
محمد قسیم فهیم نن وویل چې طالبانبه د مجاهدینو د قومندانانو او د جهادی شخصیتونو په وژلو سره هیڅکله په افغانستان کې بریالی نه شی.
هغه وویل د پېژندل شویو جهادی څېرو قومندان داود داود او امنیه قومندان شاه جهان نوری وژل کېدا د خلکو پر روحیې اغېز کړی خو طالبان دې پوی شی چې هیڅکله به خپلو هدفونو ته ونه رسېږی
د افغانستان د ولسی جرګې پخوانی رییس یونس قانونی هم پرون ویلی و چې مارشال قسیم فهیم، د بلخ والی قومندان عطا محمد نور، عبدالله عبدالله او په خپله دی(قانونی) د طالبانو په هغه لیست کې شامل کسان دی چې باید ووژل شی.
قانونی وویل، خاص مالومات لری چې پر اساس یې طالبان د جنرال داود له وژل وروسته د دغو کسانو د ترور پلان لری.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.