فارس د امریکا د واشنګټن ټایمز له قوله راپور ورکړ د امریکا د بهرنیو چارو وزیری میرمن هیلاری کلنټن وویل تراوسه له افغانستان څخه دامریکایی عسکرو د وتلو فیصله نه ده شوی .
ددغه خبر له مخې په داسی حال کې چې د امریکا حکومت له دې وړاندې ویلی ؤ له افغانستانه به د امریکایی عسکرو وتل د 2011 میلادی کال له جولای میاشتی پیل شی ، د امریکا خارجه وزیری هیلاری کلنټن د اوباما او د هغه د جنګی ډلی له پرونۍ غونډی وروسته وویل تراوسه لا له افغانستانه د وتلو پلان نه دی برابر شوی .
هغې وویل مونږ په دې اړه غور پیل کړی خو لا تراوسه مو په پوره ډول له افغانستان څخه د امریکایی عسکرو دشاتګ فیصله نه ده کړی .
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
تگها: